د ويمنز ټي ټوئنټي ورلډکپ فائنل به اتوار په ورځ آسټريليا او انګلينډ ترمينځ لارډ کښې لوبيږي،دوئم سيمي فائنل کښې انګلينډ په څلويښت رنز جنوبي افريقې ته شکست ورکړې او فائنل ته ئې کواليفائي کړيده،اوول کښې لوبيدلې سيمي فائنل کښې د انګلينډ يوسل اوويا رنز هدف جواب کښې افريقني ټيم اتۀ وکټوپه زيان يوسل،نهه ويشت رنز جوړ کړي وو،د ايونټ اولني سيمي فائنل کښې آسټريليا په اتۀ وکټو ويسټ انډيز ته ماتې ورکړې وه ۔
د اوول تاريخي ګراؤنډ کښې لوبيدلې د ويمنز ټي توينټي ورلډ کپ په دويم سيمي فائنل کښې انګلينډ اول بيټنګ کړې وو او مقرره اوورز کښې ئې يو سل نهه شپيتۀ رنز جوړ کړي وو ۔
انګلينډ لخوا کپتانې نيټ شاؤر برنټ شاندار بېټنګ کړې وو او پينځه اوويا رنز ئې جوړ کړې ،هيتهر نائټ اتۀ پنځوس رنز باندې آؤټ شوې وه ۔
جنوبي افريقي ټيم د يو سل اوويا رنز هدف جواب کښې په يو سل نهه ويشت رنز آؤټ شوې ،او څلويښت رنز باندې ميچ بيللو سره د فائنل زغل نه هم پاتې شويدې ۔
جنوبي افريقي لخوا تزمين برټز تر ټولو زيات يو پنځوس رنز جور کړي ، انګلينډ طرف نه لاورين بل او چارلي ډين دوه، دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
شاندار بېټنګ او فيلډنګ بادنې شاؤر برنټ د ميچ بهترين لوبغاړې ګرحځولې شوې، د ايونټ فائنل به د اتوار په ورځ د ميزبان انګلينډ او آسټريليا ترمينځه لوبيږي ۔

