نوښار کښې نامعلومه وسله والو په سرکاري ګاډي ناترڅه ډزې کړي، ډزو کښې د مانسهره اسسټنټ کمشنر عادل وسيم سخت ژوبل شوې دې ۔
نوښار: پوليس چارواکو وئيلي دي چې د نوښار په پناه کوټ چراټ سيمه کښې نامعلومه وسله والو د اسسټنټ کمشنر په سرکاري ګاډي ډزې کړي دي ۔
پوليس چارواکو وئيلي دي چې ډزو کښې د مانسهرې اسسټنټ کمشنر عادل وسيم سخت ژوبل شوې دې، څوک چې هسپتال ته منتقل کړې شوې دې ۔
اسسټنټ کمشنر عادل وسيم د فاتحه خوانۍ لپاره خپل کلي ته راغلې وو په څوک چې د وسله والو لخوا ډزو کښې سخت ژوبل شوې دې، پوليس چارواکو مخکښې وئيلي چې د پيښې پلټنې شروع کړې شوي او د ملزمان نيولو لپاره لټوني عمل هم جاري دې ۔
بلخوا د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشيرې ثمر هارون بلور نوښار کښې د اسسټنټ کمشنر مانسهره عادل وسيم باندې د شوو ډزو پيښې په سختو ټکو کښې غندنه کړې او وئيلي دي چې پيښه کښې ککړ کسان به ډير زر قانون مونګولو ته اوسپارلې شي ۔
ثمر هارون بلور وئيلي چې د سرکاري افسرانو او اولس د ځان او مال تحفظ يقيني جوړول زمونږ ذمه واري ده او د دې دپاره به کوټلي ګامونه پورته کولې شي ۔

