پیښور هائېکورټ د افغانستان دوه پخواني فوجي جرنیلانو ته پاکستان کښې سياسي پناه ورکولو نه انکار کړې ،او عدالت دې لړ کښې دائر شوې درخواست مستردکړېدې، عدالت د بریالي شریفي او عبدالمجیب په درخواستونو محفوظ فيصله اورولې ده، د افغانستان دواړو جنرلز وئيلي چې افغانستان کښې ژوند ته خطره ده ، او دنړۍ هيڅ يو ملک دوه ته پناه ورکولو ته تيار نۀ دې ۔
جسټس وقار احمد او جسټس کامران حیات میانخیل باندې مشتمل دوه کسیزه بینچ د افغان ملیي اردو دوه پخواني جرنیلانو بریالي شریفي او عبدالمجیب لخوا نه په پاکستان کښي د سیاسي پناه لپاره جمع کړې شوې درخواستونو باندې محفوظ کړې شوې فیصله اورولې ده ۔
عدالت دغه دواړو درخواستونه مسترد کړي او د افغانستان پخواني فوجي جرنيلزنو ته ئې پاکستان کښې د سياسي پناه ورکولو نه انکار کړې دې ۔
دافغان پخواني جرنيلانو خپل درخواستونو کښې دريز خپل کړې وو چې په افغانستان کښي د هغوي ژوند ته خطرې دي ، هغوې په افغان ملی اردو کښي جرنیلان پاتې شوې ، هغوې ته دې په پاکستان کښې سیاسی پناه ورکړې شي ۔
په رټ پیټیشن کښې موقف خپل کړې شوې چې هغوي د نړۍ مختلفو هیوادونو سفارتخانو ته هم د سیاسي پناه لپاره درخواستونه ورکړي ، تردې دمه هغوې ته جواب نۀ دې ترلاسه شوې ۔
پیښور هائي کورټ د افغان ملي اردو دواړو فوجي جرنیلانو ته سیاسي پناه ورکولو څخه انکار کړې اور دې لپاره دائر شوي د هغوي درخواستونه ئې رد کړي دي ۔

