پاکستان د افغان طالبانو د مخالفينو سره مرستو په حواله د زلمي خليل زاد تورونه مسترد کړيدي،د اطلاعات وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه د امريکې پخواني استازي بے بنياده الزامات د هغه د ذاتي او جانبدارانه ايجنډې برخه ده، بيان کښې وئيلي شويدي چې د خليل زاد بيانات د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف نه استعماليدو په حواله افغان حکومت ذمه وارو نه پام د اړولو کوشش دے ۔
اسلام آباد: د اطلاعاتو وزارت د افغانستان لپاره د امريکې پخواني نمائنده زلمي خليل زاد تورونه رد کړي او وئيلي دي چې دغه بيان د خليل زاد ذاتي رائے کيديشي ، د دې حقيقت سره هيڅ تعلق نيشته ۔
د اطلاعاتو وزارت په بيان کښې مخکښې وئيلي شوي چې د امريکې پخواني استازي بے بنياده الزامات د هغه د ذاتي او جانبدارانه ايجنډې برخه ده ۔
وفاقي وزارت دا هم وئيلي دي چې د خليل زاد بيانات د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف نۀ استعماليدو په حواله افغان حکومت ذمه وارو نه پام اړولو کوشش دے ۔
بيان کښې زياته کړې شوې چې د خليل زاد د بيان مقصد د ذاتي ايجنډې لاندې د ترهه ګرو حمايت کونکي طالبانو حکومت ته سهارا ورکول دي ۔

