سينيټ غونډه کښې حکومتي او جے يو آئي مشرانو ترمينځ تود بحث شوې، دواړو اړخ نه مشرانو شور شرابه کړې،د داخله وزير محسن نقوي د جے يو آئي امير په حواله بيان باندې کامران مرتضیٰ د سختو جملو استعمال کړې، داخله وزير محسن نقوي وئيلي چې دوي کله پورې رياست نه مال اخلي نو بيا رياست ډېر ښۀ وي، او چې رياست کښې برخه نۀ ميلاويږي نو بيا رياست خراب وي، دوي اسلام د ذاتي فائدې لپاره استعمال کړې،داخله وزير دا هم وئيلي چې مولانا فضل الرحمان ته به اوس رياست کښې نوکري نۀ ميلاويږي ۔
اسلام آباد: د سينټ اجلاس دوران شور شرابه هاغه وخت شروع شوې وه کله چې تيره ورځ قامي اسمبلۍ کښې د مولانا فضل الرحمان په بيان وفاقي وزير داخله محسن نقوي جواب ورکولو کوشش کړې وو ۔
داخله وزير محسن نقوي اووئيل چې ذاتي طور باندې د مولانا فضل الرحمان ډير عزت کوم ،دوي کله پورې رياست نه مال اخلي نو بيا رياست ډېر ښۀ وي، او چې رياست کښې برخه نۀ ميلاويږي نو بيا رياست خراب وي ۔
داخله وزير اووئيل چې دوي اسلام د ذاتي فائدې لپاره استعمال کړې،داخله وزير دا هم وئيلي چې مولانا فضل الرحمان ته به اوس رياست کښې نوکري نۀ ميلاويږي ۔
هغۀ زياته کړې چې اوس د مولانا فضل الرحمان احترام هيڅ ګنجائش پاتي نۀ شو، دوي مونږ ته وئيل چې ګورنر راج اولګوۍ،مونږ ترې خلاص کړې ۔
هغه مخکښي اووئيل چې دا خلق اسلام د سياست او کاروبار لپاره استعمالوي،او د ذاتي فائدے د پاره د اسلام استعمال هم کوي ۔
بلخوا دايران دورے په حواله داخله وزير اوئيل چې مونږ موجوده بحران حل د پاره ايران په دوره تلې وو،زۀ په خپله خوښه تهران ته نۀ ووم تلې، د وزيراعظم په هداياتو تلې ووم،،کۀ چرې دوي لائن کراس کړي، نو بهرپور جواب به ورته ميلاويږي ۔

