د سوات په چپريال ګهړۍ علاقه کښې د جنازې دوران ډزو پيښه کښې د پيپلز پارټۍ تحصيل صدر سميع الله پحق رسيدلې او يو تن ژوبل شوېدې، د مټې ډي ايس پي حبيب شاه وينا مطابق د ډزو پيښه د زړې دښمنۍ لوجې رامخې ته شويده،د درې ملزمانو خلاف مقدمه درج کړې شوې او پوليس د پيښې نورې پلټنې پيل کړېدي ۔
سوات: د پوليس د وينا ترمخه تحصيل مټې په ګهړئې چپريال کښې د پيپلز پارټۍ تحصيل صدر سميع الله يوې جنازې له تلې وو چرته چي جنازي دوران هغه باندي ډزې شوي دي ۔
د سوات پوليس چارواکو مخکښې وئيلي دي چې ډزو دوران سميع الله په موقع پحق رسيدلې او يو بل کس سخت ژوبل شوې دې ۔
د پيښي وروستو مړې او ژوبل تن سپتال ته منتقل کړې شوې، پوليس ترمخه پيښه د پخوانۍ دشمنۍ لوجې مخې ته راغلې او دري ملزمان په مقدمه کښې نامزد کړې شوي دي ۔
پوليس چارواکو وينا مطابق مقدمه کښې نامزد ملزمان کښې يو نيولې شوې هم دې، د سميع الله مړې لواحقينو ته سپارلې شوې او ډزو کښې د ژوبل شوې کس علاج روان دې ۔

