د درې ملکي ون ډے سيريز شپږم ميچ کښې انګلينډ په پنځه پنځوس رنز سري لنکا ته شکست ورکړې، د درې سوه اووۀ اتيا رنز هدف جواب کښې د سري لنکا ټول ټيم درې سوه ، يو ديرش باندې آؤټ شوې او ميچ ئې بيللې دې، شاندار يوسل، اووۀ شپيتۀ رنز جوړولو باندې د انګلينډ بېټر بېن ډکِټ د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
د لاهور قذافي سټيډيم کښې لوبيدلې د درې ملکي ون ډے سيريز شپږم ميچ کښې سري لنکا ټاس ګټلې وو او بيا ئې اول په خپله د فيلډنګ فيصله کړې وه ۔
انګلينډ مقرره اوورز کښې پنځه وکټو په زيان درې سوه، شپږ اتيا رنز جوړ کړي وو، چې پکښې ټولو نه زيات بېن ډکِټ يو سل ، اووۀ شپيتۀ رنز باندې آؤټ شوې ۔
ټام بېنټن څلور اوويا ،هيري بروک څلور څلويښت او جارډن کوکس دري څلويښت رنز جوړ کړي وو ،سري لنکا طرف نه اسيتها فرنانډو دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې د سري لنکا ټول ټيم شپږ څلويښتم اوور کښې درې سوه، يوديرش رنز باندې آؤټ شوې، او پنځه پنځوس رنز باندې ئې ميچ بيللې دې ۔
سري لنکا طرف نه پَوَن رتهناياکے يوسل، اتلس او کپتان کوسال مينډس نهه اتيا رنزجوړ کړي وو، انګلينډ طرف نه ليام ډاؤسن څلور او سوني بېکر دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
ياده دې وي چې پاکستان او سري لنکا د ايونټ فائنل ته کواليفائي کړې،ولې انګلينډ د فائنل زغل نه بهر شويدې، فائنل به د خالي په ورځ قذافي سټيډيم کښې لوبيږي ۔

