وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ،که په وخت دا ګام نه وو پورته کړے شوے نو صوبې ته به نور زيان رسېدلے وو، وزيراعظم سوال کړې چې د پي ټي آئي په دريالس کاله اقتدار کښې څومره يونيورسټۍ او هسپتالونه جوړ شوي ،او وئيلي دي چې دغه دور کښې د پېښور نه ترکوهستان،هزاره او جنوبي ضلعو پورې يو شمير مسئلو ته توجو نۀ ده ورکړې شوې ۔
اسلام آباد کښې د مسلم ليګ خېبر پښتونخوا پارليماني پارټۍ مشرانو ته وينا کښې وزيراعظم وئيلي دي چې خېبرپښتونخوا د پاکستان ډېره ښکلې صوبه ده، خلق ئې ډير بهادر او باوقار دي ۔
وزيراعظم اووئيل چې نوازشريف دوه زره ديارلسم کښې خيبر پښتونخؤا د مينډېټ احترام کړې وو او دوه ته ئې صوبه کښې د حکومت کولو موقع ورکړې وه ۔
وزيراعظم اووئيل چې تير دوه نيم کاله ملک کښې صرف د دهرنو او احتجاجونو سياست شوې، د دوي دهرنو لوجې ملک ته لوئې زيان رسيدلې دې ۔
وزيراعظم زياته کړې چې دوه زره نورلس او شلم کښې افغانستان نه ترهه ګر راوستې شوي او دوباره آباد کړې شوي، چې لوجې ئې ملک ته لوئې زيان رسيدلې دې ۔
