وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ ن خېبرپښتونخوا پارليماني پارټۍ غونډه شوې، چې پکښې د صوبې په امنيتي او سياسي صورتحال خبرې شوېدي، سرچينو وئيلي چې وزيراعظم پارليماني پارټۍ ته په خېبر پښتونخوا کښې د ګورنر راج او ايمرجنسي د نفاذ وجوهات هم بيان کړي، او پارټۍ ته ئې د بلدياتي انتخاباتو لپاره د مکمل تيارو هدايت هم کړې،اجلاس کښې د صوبې ترقياتي کارونو او پارټۍ انتظامي هلو ځلو لپاره امير مقام، زاهد خان، مرتضیٰ عباسي، رانا ثناءالله او احسن اقبال باندې مشتمل کميټي هم قائم کړې شوې ۔
اسلام آباد کښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښي شوې غونډې پرمهال د خېبر پښتونخوا په موجوده سياسي صورتحال غور شوې دې ۔
وزيراعظم پارليماني پارټۍ ته په صوبه کښې د ګورنر راج او ايمرجنسي د نفاذ وجوهات بيان کړي او د مسلم ليګ ن تنظيمي مشرانو ته ئې هدايت کړی چې په صوبه کښې دې د بلدياتي انتخاباتو لپاره مکمل تيارۍ اوکړي ۔
د سرچينو ترمخه په غونډه کښې د خېبر پښتونخوا ترقياتي کارونو او د پارټۍ تنظيمي هلو ځلو د جائزې لپاره کميټي هم جوړه شوې، کميټۍ کښې امير مقام، زاهد خان، مرتضیٰ جاويد عباسي، رانا ثناءالله او احسن اقبال شامل دي ۔
سرچينې زياتوي چي امير مقام ته اختيار ورکړې شوې چې د خېبر پښتونخوا نور غړي هم کميټۍ کښې شامل کړي، کميټي به د صوبې د ترقياتي او تنظيمي چارو په اړه خپل سفارشات وړاندي کوي ۔

