پاکستاني حکومت انساني بنيادونو باندې پاکستان کښې ميشتۀ شپاړس زره قانوني دستاويزات لرونکي افغان کډوالو قيام کښې توسيع فيصله هم کړې ده ، پاکستان يو ځل بيا افغان حکومت نه په افغانستان کښې موجود ترهه ګرو خلاف د سختې کاروائۍ مطالبه هم کړې ده ۔
اسلام آباد: هفته وار ميډيا بريفنګ پر مهال د خارجه دفتر ترجمان طاهر اندرابي يو وارې بيا افغان عبوري حکومت نه د ترهه ګرو خلاف د فوري کاروائيانو مطالبه کړيده ۔
د خارجه دفتر ترجمان طاهر اندرابي وئيلي چې افغانستان کښې د پاکستان کاروائۍ صرف د ترهه ګرو او د دوي د سهولت کارو خلاف کيږي ۔
د خارجه دفتر ترجمان مطابق انساني بنيادونو باندې شپاړس زره قانوني دستاويزات لرونکي افغان کډوالو قيام کښې توسيع فيصله هم کړې ۔
ترجمان ترمخه نهه اتيا زره افغان وګړو کيسز باندې کاروائي جاري ده،ترجمان دا هم وئيلي چې امريکې ايران شخړې حل لپاره د پاکستان رابطې جاري دي ۔

