Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    د پاکستان او انډونيشيا ترمينځ مختلفو شعبو کښې تعاون او معاهدو باندې لاسليک، انډونيشين صدر اهم ملاقاتونه هم کړي

    دسمبر 9, 2025

    وزيراعظم شهبازشريف د کورنو صارفينو لپاره سحر پنځه نه تر ماسخوتن لس بجو پورې د ګيس بلا تعطل فراهمۍ هدايت کړې

    دسمبر 9, 2025

    د پاکستان معاشي ترقۍ په لار کښې د چيف آف ډيفنس فورسز عاصم منير اهم کردار دې، وزيراعظم شهبازشريف

    دسمبر 9, 2025

    آئي ايم ايف پاکستان لپاره د يو ارب ديرش کروړ ډالر قرضې منطوري ورکړې

    دسمبر 9, 2025

    پيښور: بي آر ټي بس د ډرائيور بے هوشۍ لوجې د پيښې ښکار ، ډرائيور ژوبل شوې او سوارلۍ محفوظ پاتې شوي

    دسمبر 8, 2025
    Facebook X (Twitter) Instagram
    چهارشنبه, دسمبر 10, 2025
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      د پاکستان او انډونيشيا ترمينځ مختلفو شعبو کښې تعاون او معاهدو باندې لاسليک، انډونيشين صدر اهم ملاقاتونه هم کړي

      دسمبر 9, 2025

      وزيراعظم شهبازشريف د کورنو صارفينو لپاره سحر پنځه نه تر ماسخوتن لس بجو پورې د ګيس بلا تعطل فراهمۍ هدايت کړې

      دسمبر 9, 2025

      د پاکستان معاشي ترقۍ په لار کښې د چيف آف ډيفنس فورسز عاصم منير اهم کردار دې، وزيراعظم شهبازشريف

      دسمبر 9, 2025

      آئي ايم ايف پاکستان لپاره د يو ارب ديرش کروړ ډالر قرضې منطوري ورکړې

      دسمبر 9, 2025

      جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د سپريم کورټ د مستقل جج په حيث حلف پورته کړې

      دسمبر 8, 2025
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      د پاکستان او افغانستان ترمينځ سعودي عرب کښې شوي مذاکرات ناکامه شوي

      دسمبر 4, 2025

      ايران ته په غير قانوني توګه تلونکي لس افغان وګړي د ايراني بارډر ګارډ په ډزو وژلي شوي

      دسمبر 3, 2025

      افغانستان کښې د دوائيانو نرخونه د حد نه زيات شوي دي ، خلق ستونزو سره مخ

      دسمبر 1, 2025

      پاک افغان طورخم پوله بنديدو لوجې افغانستان ته يو مياشت دوران د پنځه څلويښت ملين ډالر زيان

      نوومبر 23, 2025

      افغان تاجران دې پاکستان په ځائې نورو ملکونو سره تجارتي لارې اولټوي، افغان نائب وزيراعظم ملا برادر

      نوومبر 12, 2025
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025

      د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

      اکتوبر 5, 2025

      د دبئي شهزادي مهره د مراکش امريکې سندرغاړې سره کويدن کړې

      اگست 31, 2025

      ماډل و اداکاره حميره اصغر لاهور کښې خاوره ته سپارلې شوې ده

      جولای 11, 2025

      د نيلم منير د وادۀ تصويران په سوشل ميډيا ډير زيات اوکتلې شو

      جنوري 8, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره
    انټرټېنمنټ خبرونه

    قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

    نوومبر 6, 2025Updated:نوومبر 6, 2025څرگندونې نشته4 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    A delightful Pashto poetry recital titled "Golona aw Rangona" was held at Quaid-e-Azam University, Islamabad.
    پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي او نومياله شاعر فضل سبحان عابد مشران مېلمانه وو ـ
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    قائداعظم يونيورسټۍ اسلام آباد کښې د پښتون سټوډنس کونسل لخوا “ګلونه او رنګونه” عنوان لاندې د پښتو ژبې درنه او خوندوره مشاعره شويده ۔

    اسلام آباد: (سردار يوسفزي) قائد اعظم يونيورسټۍ اسلام آباد کښې تيره ورځ ترسره شوې مشاعرې صدارت د پښتنو قامي شاعر رحمت شاه سائل کړې وو ۔

    په دې موقع نومياله شاعر او اسلاميه کالج پوهنتون پېښور کښې د پښتو څانګې پخوانې چيئرمېن پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي او نومياله شاعر فضل سبحان عابد مشران مېلمانه وو ـ

    د پشتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد باني او پخوانے چيئرمېن م ر شفق، او پروفېسر ډاکټر حنيف خليل اعزازي مېلمانه وو،د نظامت چارې سردار يوسفزي ترسره کړې وې ـ

    په دې موقع شاعرانو ته د کتابونو او ګلونو ډالۍ ورکړې شوې، صدر محفل، مشرانو او اعزازي مېلمنو خپلو خبرو کښې د پښتو ادب په اهميت او معاشره کښې د شاعر په کردار خبرې اوکړې ـ

    قائداعظم يونيورسټۍ اسلام آباد کښې د پښتون سټوډنټس کونسل ځوانان وخت په وخت ادبي کلتوري دستورې تابيا کوي چې داشان ځوان کول د جديد دور چپو کښې خپل ادب کلتور او رواياتو سره تړلې پاتې شي ـ

    دې دستورو کښې د پنډۍ اسلام آباد شاعرانو اديبانو او په خصوصي توګه د پشتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد يو مهم کردار دې ـ

    د نن نه څلوېښت کاله وړاندې جوړ شوې د دې تنظيم برکت وو چې دلته د وخت تېريدو سره سره مختلف قسم ادبي کلتوري ټولنې جوړې شوې او د خپلو خپلو چوکاټونو دننه ئې د پښتو ادب او ثقافت وده کښې خپل کردار ادا کړو او ادا کوي ،دغه وجه ده چې نن د مارګلې لمن د دې هلو ځلو په برکت پښتونخوا سره يو شان په نظر راځي ـ

    د اسلام آباد اعلى تعليمي ادارو طالب علمان هم لګيا دي د دغه تنظيمونو په مرسته د ادب او کلتور وده کښې خپل کردار ادا کوي ـ

    د پروګرام مشر منتظم احمد خان خپلواک د مېلمنو شکريه ادا کړه او د پښتون کونسل په غېر نصابي او ادبي کلتوري سرګرمو ئې رڼا واچوله، احمد خان خپلواک اېم فل سکالر او مورنۍ ژبې ليونې مئين دې ،دلته دې دستورو تابيا کولو کښې ئې بنيادي کردار دې ، دې سره سره هغه په قام او وطن مئين شاعر هم دې ـ

    د پښتون کونسل چېٸرمېن انعام ترين په پښتو او قاموالۍ مئين سنجيده ځوان دے ـ هغۀ د راغلي مېلمنو هرکلې اوکړو او د راغلي شاعرانو ئې شکريه ادا کړه، او وې وئيل چې د دې نامتو شخصياتو راتګ سره د پښتون کونسل ځوانان د ادب کلتور خدمت ته نور تازه او چمتو کيږي ـ

    دوي اووئيل چې دلته تعليمي ادارو کښې پښتانه طالب علمان تعليم سره سره ادبي کلتوري هلې ځلې په ډېر تسلسل کوي نو د دوي ډاډګيرنه په مونږ لازم ده او مونږ تاسو سره په دې قامي خدمت کښې کلک ولاړ يو ـ

    صدر محفل رحمت شاه سائل او مشر مېلمه پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي اووئيل چې د دې مشاعرې انفراديت دا وو چې ټولو شاعرانو په خپله خوښه ښه زيات کلامونه وړاندې کړل، نۀ ورپسې سټېج سېکرټري آواز کړې او نۀ اورېدونکي يو لحظې دپاره مړاوې شوي ـ

    دوي اووئيل چې دا ډېره کاميابه مشاعره وه چې راغلي خلک تر آخره ناست او چټک پاتې شو ، دوي اووئيل چې دا لړۍ دغه رنګ جاري وساتلې شي ۔

    مشاعره کښې رحمت شاه سائل، پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي، فضل سبحان عابد، م ر شفق، پروفېسر ډاکټر حنيف خليل،پروفېسر ډاکټر شجاع الملک،پروفېسر ظاهر شاه ظاهر ،حيات سواتي، احمد خان خپلواک،افنان مروت او نديم ټکر خپل خپل کلامونه وړاندے کړل ۔

    په دې موقع پښتنو زلمو او پېغلو ګڼ شمېر کښې “ګلونه او رنګونه” نومې ادبي دستوره کښې ګډون اوکړو او پښتون کونسل د ځوانانو ادبي هلو ځلو ستائنه ئې هم اوکړه ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهکرک کښې مشترکه کاروائي، د کالعدم تنظيم مطلوب کمانډر وژلې شوي، انښته کښې څلور اهلکار ژوبل
    بله مقاله فيلډ مارشل عاصم منير سره د برطانيه چيف آف جنرل سټاف ملاقات
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

    اکتوبر 5, 2025

    د دبئي شهزادي مهره د مراکش امريکې سندرغاړې سره کويدن کړې

    اگست 31, 2025

    ماډل و اداکاره حميره اصغر لاهور کښې خاوره ته سپارلې شوې ده

    جولای 11, 2025
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    د پاکستان او انډونيشيا ترمينځ مختلفو شعبو کښې تعاون او معاهدو باندې لاسليک، انډونيشين صدر اهم ملاقاتونه هم کړي

    دسمبر 9, 2025

    وزيراعظم شهبازشريف د کورنو صارفينو لپاره سحر پنځه نه تر ماسخوتن لس بجو پورې د ګيس بلا تعطل فراهمۍ هدايت کړې

    دسمبر 9, 2025

    د پاکستان معاشي ترقۍ په لار کښې د چيف آف ډيفنس فورسز عاصم منير اهم کردار دې، وزيراعظم شهبازشريف

    دسمبر 9, 2025

    آئي ايم ايف پاکستان لپاره د يو ارب ديرش کروړ ډالر قرضې منطوري ورکړې

    دسمبر 9, 2025
    سرلیکونه
    سر خبر دسمبر 9, 2025

    د پاکستان او انډونيشيا ترمينځ مختلفو شعبو کښې تعاون او معاهدو باندې لاسليک، انډونيشين صدر اهم ملاقاتونه هم کړي

    وزيراعظم شهباز شريف او انډونيشيا صدر ابوو سوبيانتو مشترکه پريس کانفرنس ته وینا په وخت…

    وزيراعظم شهبازشريف د کورنو صارفينو لپاره سحر پنځه نه تر ماسخوتن لس بجو پورې د ګيس بلا تعطل فراهمۍ هدايت کړې

    دسمبر 9, 2025

    د پاکستان معاشي ترقۍ په لار کښې د چيف آف ډيفنس فورسز عاصم منير اهم کردار دې، وزيراعظم شهبازشريف

    دسمبر 9, 2025
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 202493 Views

    جمرود:د کوکي خيل قبيلې احتجاج لوجې پاک افغان لويه لار بند،بعضې مظاهرچيان په پيسو ګاډي پريږدي،ټرانسپورټرز او خلق مشکلاتو سره مخ

    اکتوبر 10, 202492 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 202482 Views
    د مدیر انتخاب

    د پاکستان او انډونيشيا ترمينځ مختلفو شعبو کښې تعاون او معاهدو باندې لاسليک، انډونيشين صدر اهم ملاقاتونه هم کړي

    دسمبر 9, 2025

    وزيراعظم شهبازشريف د کورنو صارفينو لپاره سحر پنځه نه تر ماسخوتن لس بجو پورې د ګيس بلا تعطل فراهمۍ هدايت کړې

    دسمبر 9, 2025

    د پاکستان معاشي ترقۍ په لار کښې د چيف آف ډيفنس فورسز عاصم منير اهم کردار دې، وزيراعظم شهبازشريف

    دسمبر 9, 2025
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2025 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.