د سري لنکا خلاف ټېسټ سيريز لپاره د پاکستان ټېسټ سکواډ کښې درې نوې لوبغاړي شامل کړے شوي دي، علي شبير، ثاقب خان او محمد طيب عارف د پاکستان ټيم برخه ګرځېدلي دي،د پاکستان او سري لنکا ترمينځ اولنې ټيسټ ميچ به د ګل په ورځ پنډۍ سټيډيم کښې شروع کيږي ۔
لاهور: پاکستان کرکټ بورډ د نهم نومبر نه سري لنکا خلاف شروع کيدونکې ټيسټ سيريز لپاره د سکواډ اعلان کړې، چې پکښې درې نوې لوبغاړې شامل کړې شوي دي ۔
علي شبير، ثاقب خان او محمد طيب عارف د پاکستان ټيم لپاره وړومبے ځل منتخب شوي او علي عثمان او عبدالله فضل د ټېسټ سکواډ نه ريليز کړے شوي دي ۔
دغه درې واړه لوبغاړي د سري لنکا خلاف پريکټس مېچ کښې د پېټرنز سکواډ برخه وو، بلخوا ټيسټ سيريز لپاره سټا بېټر بابراعظم کپتان برقرار ساتلې شوې دې ۔
د پاکستان او سري لنکا ترمنځ وړومبے ټېسټ مېچ به د نومبر په نهمه نېټه د راولپنډۍ کرکټ سټېډيم کښې کېږي،د سيريز دويم ټېسټ به د نومبر په اوولسمه نېټه د لاهور قذافي سټېډيم کښې لوبولے شي ۔

