سري لنکا په پريکټس ميچ کښې پي سي بي پيټرنز اليون ته په يو سل، دوه څلويښت رنز شکست ورکړېدې، د سري لنکا دوه سوه، څلور پنځوس رنز هدف تعاقب کښې پي سي بي پېټرنز اليون په يو سل، يوولس رنز آؤټ شوې، او ميچ ئې بيللې دې ۔
اسلام آباد کلب کښې لوبيدلې درې ورځني پريکټس ميچ کښې سري لنکا ګټې لپاره پي سي بي پېټرنز ته د دوه سوه څلور پنځوس رنز هدف ورکړې وو ۔
مقرره هدف په تعاقب کښې پي سي بي پېټرنز په يو سل ،يوولس رنز آؤټ شوې او په يو سل ، دوه څلويښت رنز ئي ميچ بيللې دې ۔
پي سي بي پېټرنز طرف نه ټولو نه زيات طيب عارف دوه ديرش، عبدالله فضل يويشت او سمير منهاس اتلس رنز جوړ کړي وو ۔
سري لنکا لخوا کِشارا نووانتا څلور او ايشان ملينګا درې وکټې په خپل نوم کړې وې, سري لنکا اولني اننګز کښې دوه سوه، دري ويشت او دوئم اننګز کښې يوسل، يو اتيا رنز جوړ کړي وو ۔
پي سي بي پېټرنز اولني اننګز کښې يوسل يو پنځوس رنز جوړ کړي وو او دوئم اننګز کښې يو سل ،يوولس رنز باندې آؤټ شوې دې ۔
بلخوا د قامي ټيم او سري لنکا ترمينځ اولنې ټيسټ ميچ به نهم نومبر باندې پنډۍ کښې شروع کيږي ۔

