ګورنر خېبر پښتونخوا فيصل کريم کنډې وئيلي دي چې د مولانافضل الرحمان ډير عزت کوم او ښۀ سياست دان ئې هم ګنړم،ولې مولانا صېب د غريبانو بچي افغانستان ته د جهاد لپاره لېږي او خپل بچي يورپ ته ليږي،مولانا صېب خپله ترکيه، امريکې او يورپ ته سفرونه کوي، ګورنر فيصل کريم کنډي دا هم وئيلي چې د پي ټي آئي څلور نه تر پنځو پورې فرنچائزونه دي، نۀ پوهېږو چې د کوم پي ټي آئي سره مذاکرات اوکړو، ګورنرمطابق په سياست کښې ډائيلاګ ضروري دي، خو پي ټي آئي دې وړومبې خپله ټول يو شي ۔
پيښور: د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي مشرۍ کښې صوبه کښې د بجلۍ لوډشيډنګ او نورومسئلو په اړه مهمه غونډه شوې،په دې موقع ګورنر ته د يخنۍ موسم دوران لوډشيډنګ، لائن لاسز او بلونو ريکوري په معاملو بريفنګ ورکړې شويدې ۔
فيصل کريم کنډي وئيلي چې کوم صارفين چې په باقاعده توګه د بجلۍ بلونه ادا کوي، هغوي ته د بجلۍ فراهمي يقيني کول د هغوي بنيادي حق دے،ګورنر هدايت کړې چې دبجلۍ فراهمۍ لپاره دې ټول وسائل په ترجيحي بنيادونو پکار راوستې شي ۔
بلخوا پيښور کښې ميډېا سره خبرو پر مهال ګورنر خېبر پښتونخوا وئيلي دي چې صوبه کښې د ترهه ګرۍ خلاف جهګړه او د امن و امان قيام د صوبائي حکومت وړومبۍ ترجيح ده ۔
فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې د جمیل چوک انډر پاس تعمير دې زر تر زره مکمل کړے شي، ځکه چې هغه د اولس د ستونزو احساس لري ۔
ګورنر خېبرپښتونخوا د پېښور د تجاوزاتو خلاف د بې له فرقه اپرېشن ملاتړ کړے او وئيلي دي که د هغه په فارم هاؤس کښې هم تجاوزات وي، نو هغه دې هم ختم کړے شي ۔
ګورنر د وفاقي حکومت لخوا خېبر پښتونخوا ته د يو سل شپېته اربه روپو ريليف پېکج ورکولو مننه کړې او وئيلي دي چې د وزيراعظم سره ملاقات کښې به د صوبې مقدمه وړاندې کوي، د هغه په وينا، وزيراعظم او فېلډ مارشل د هر ممکنه مرستې باور ورکړې دې ۔

