د نيشنل انکيوبيشن سينټر اسلام آباد په نيکسس هال کښې شوې اورينټيشن دستوره کښې د کوهورټ شپږم هرکلې شوې، اتۀ سوه نه زيات درخواستونو کښې د سخت جاج نه پس شپږ ديرش سټارټ اَپس منتخب کړې شوي، دستوره کښې د خېبر نيټ ورک ايګزيکټيو ډائريکټر کيوان حامد راجه او د خودمختار ساوي صدرې مريم کيوان هم د ميلمنو په حيث ګډون کړېدې ۔
د نيشنل انکيوبيشن سينټر اسلام آباد په نيکسس هال کښې شوې اورينټيشن دستوره کښې د خېبر نيټ ورک ايګزيکټيو ډائريکټر کيوان حامد راجه او د خودمختار ساوي صدرې مريم کيوان هم ګډون کړې او ځوانانو سره ئې اهم ملاقاتونه هم کړي ۔


په دې موقع د سائبر وژن انټرنيشنل سي اي او مرتضیٰ زيدي ابتدائي وينا کړې ، د پي ټي ايم ايل سينيا اعجاز صنعتي شراکت دارۍ په اهميت رڼا اچولې، ولې پروګرام مينيجر کامران توفقي خان د دستورې جائزه وړاندې کړې وه ۔

دې نه پس د اين آئي سي ټيم خپل تعارف کړې او د کوهورټ باني غړو مختلف ډلو کښې په سټيج خپلې منصوبې او مسائل بيان کړي ، کوم چې هغوي حل کوي ۔

په دې موقع آن لائن شامل شوي مشرانو په لوئې سکرين خپل آئيډياز پيش کړې ،يو انټريکشن سيشن کښې دوي ته يوبل ، ميلمنو او اين آئي سي ټيم سره رابطې قائمولو موقع هم ميلاؤ شوې ۔
پروګرام مينجر کامران توفيق خان ګډون والو ته د انکيوبيشن پروګرام مختلفو مراحلو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړې، هغوي په اسټارټ اپس سرپرستۍ او کاروباري ماحول مضبوط جوړولو په اړه په خپل کردار رنا هم اچولې ده ۔

کامران توفيق خان وئيلي دي چې هغه نوې کاروباري ادارو مشرانو سره کار کوي، او هغوي ته کاروباري تګ لارې، منصوبو باندې عمل درآمد، مصنوعات غوره جوړول،د صارفينو اعتماد ترلاسه کول او سرمايه کارۍ حصول پشمول کاروبار ته وده ورکولو لپاره هم رهنمائي فراهم کوي ۔

د دستورې مقصد صنعت او ستارټ اَپس ترمينځ تعاؤن، آئيډياز په عملي کاروبار کښې بدلولو او معاشرتي مسائلو حل په ذريعه د پاکستان ډيجيټل معيشت مضبوطول وو ،کوم به چې راتلونکي مياشتو کښې سټارټ اَپس ته مينټر شپ، ورک سپيس او سرمايه کارانو ته رسائي فراهم کوي ۔


