وفاقي کابينې خېبرپښتونخوا کښې د وزيراعلیٰ اختيارات ګورنر ته ورکولو منظوري ورکړېده، ګورنر فيصل کريم کنډې به ايمرجنسي دوران هره مياشت د اختياراتو استعمال اود صوبې مچارو حوالې سره خپل رپورټ وفاقي حکومت ته وړاندې کوي ۔
اسلام آباد: وزير اعظم شهباز شريف مشرۍ کښې د وفاقي کابيني غونډه شوې چې پکښې يو شمري فيصلې شوي او د يو شمير فيصلو توثيق هم شويدې ۔
کابينې په خېبر پښتونخوا کښې د ايمرجنسي دوران روزانه په بنياد انتظامي امور چلولو لپاره وزيراعلیٰ ته سپارلي شوي اختيارات ګورنر ته منتقل کولو منظوري ورکړي ده ۔
بلخوا وفاقي کابيني دا فيصله خوش آئند ګرځولې،او طمع ئې څرګنده کړې چې د ګورنر فيصل کريم کنډي مشرۍ کښې به د خېبر پښتونخوا ايډوائزري کونسل د صوبې د اولس خير ښيګړې،خوشحالۍ او امن و امان قيام لپاره بهر پور ګامونه پورته کوي ۔

