تحريک انصاف خپل حکومت کښې په سکولونو توجو ورکولو ډېرې دعوې کړي، ولې حقيقت کښې داسې نۀ ده، د پي ټي آئي حکومت دوران د کاټلنګ کُنج سيمه کښې د جينکويواځنې مډل سکول چارديواري د سخت طوفان دوران پريوتې او سولر شيشې ئې هم ماتې شوي، ولې بار بار محکمه تعليم ته درخواستونو باوجود نن هم د دغه سکول د چارديوارۍ نه محرومه دې او استاذانې او ماشومانې جينکې مختلفو مشکلاتو سره مخ دي ۔
کاټلنګ: ( امان الله حبيب) کُنج کلي کښې د جينکو يواځنې ګورنمنټ مډل سکول چارديواري د روان کال مئي مياشت طوفان کښې پريوتې او د پي ټي آئي تير حکومت کښې خو د سکول دغه ستونزه هواره نۀ شوه ۔
د سکول مشره استازه وائي چې تير حکومت کښې ئې د محکمه تعليم ډېرې چکرې وهلي، ولې د جينکو د سکول دا لويه مسئله تردې دمه حل شوې نۀ ده ۔
طوفان لوجې نه صرف د جينکو د سکول چارديواري پريوتې بلکه د سکول نوره ودانۍ ته هم زيان رسيدلې، طوفان لوجې سکول کښې نصب سولر شيشې هم ماتې شوي او اوسه پورې ماتې ګُډې پرتې دي ۔
د مډل سکول مشره استازه ميډم شګفته وائي چې د سکول جينکۍ هر وخت ويره کښې وي، بائد موجوده حکومت په فوري توګه د سکول د چارديوارۍ او سولر شيشو ستونزه حل کړي ۔
د سکول ماشومانې وائي چې زمونږ د سکول چارديواري پريوتې، مونږ ته د واش روم استعمال کښې هم مشکلات وي او خپل سکول کښې دننه لوبو نه هم محرومه شوي يو ۔
د سيمې يو مشر محمد يونس وائي چې د سکول جينکۍ د ويرې په حالت کښې زده کړې لپاره سکول ته خو راځي ، ولې زړونو نه ئې يو الله خبر وي، ځکه چې د سکول ګير چاپير پټي دي، او چې چارديواري ئې نۀ وي نو مختلف قسمه ځناور سکول ته راتلو انديښنه وي ۔
پاکستان تحريک انصاف په صوبه کښې ديارلس کاله حکومت اوکړو ، ولې نورو اهم شعبو په شان ئې د سکولو او په خصوصي توګه د جينکو د سکولو مسئلې حل نۀ کړې ۔
د سکول استاذانې او ماشومانې جينکې د ګورنر فيصل کريم کنډي او محکمه تعليم ته د سکول چارديواري او سولر شيشو مسئلې حل کولو اپيل کړيدې ۔

