وزيراعظم شهبازشريف اسلام آباد کښې د کشمير چوک انډر پاس منصوبې پرانسته کړې، دستورې ته وينا کښې وزيراعظم محسن نقوي ته اومبارکي ورکړې او وئيلي دي چې دا مهمه منصوبه صرف اووۀ ويشت ورځو کښې مکمل شوې، خپل سياسي کيريئر کښې مې دومره تيزې سره منصوبه مکمل کيدل نۀ دي ليدلې .
اسلام آباد: وزير اعظم شهباز شريف اسلام آباد کښې د کشمير چوک انډر پاس منصوبې افتتاح کړې او دې لړ کښې جوړې دستورې ته ئې خطاب هم کړې دې ۔
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې انډر پاس صرف په اووۀ ويشت ورځو کښې مکمل شوې ، دا منصوبه صرف انډر پاس نا بلکه د څلور کلوميټرو سړکونو نيټ ورک دې ۔
وزيراعظم اووئيل چې دې منصوبې سره کشمير په مناسبت دوه مونومنټس به هم جوړولي شي،په دې منصوبه يو اعشاريه څلور ارب روپۍ خرچ شوي دي ۔
د منصوبې نه وړاندې بريفنګ کښې وزيراعظم ته وئيلي شوي چې سړکونو په اړخونو باندې به شپږ زره ونې بوټي لګولي شي، دې منصوبے مقصد کشمير چوک باندي ټريفک دباؤ کمول دي او د اسلام آباد او پنډۍ تر مينځ تګ راتګ کښي آسانۍ پيدا کول دي ۔

