د ډهاکه ټيسټ دوئمې ورځې لوبه ختم شوې،پاکستان اولني اننګز کښې يو وکټ په زيان يو سل، نهه اوويا رنز جوړ کړي او د بنګله ديش اولني اننګز سکور پورا کولو لپاره ورته د نور دوه سوه، څلور ديرش رنز ضرورت دې، دې نه وړاندې د بنګله ديش ټيم ړومبي اننګز کښې څلور سوه ، ديارلس رنز باندې آؤټ شويدې، پاکستان لخوا محمد عباس پنځه او شاهين شاه آفريدي درې وکټې اخستې دي ۔
ډهاکه کښې جاري د اولني ټيسټ ميچ دوئمې ورځې لوبه ختم شوې، د بنګله ديش ټيم اولني اننګز کښې څلور سوه، ديارلس رنز باندې آؤټ شويدې ۔
بنګله ديش طرف نه تولو نه زيات کپتان نجم الحسن شانتو يوسل يو، مومن الحق يو نوي، مشفيق الرحيم يو اوويا او ليتن داس دري ديرش رنز جوړ کړېدي ۔
پاکستان طرف نه محمد عباس پنځه،شاهين شاه آفريدي درې، حسن علي او نعمان علي يو ،يو وکټ په خپل نوم کړېدي ۔
د کوربه ټيم اولني اننګز سکور جواب کښې قامي ټيم يو وکټ په زيان يو سل، نهه اوويا رنز جوړ کړي، چې پکښې امام الحق پنځه څلويښت رنز باندې آؤټ شويدې ۔
آذان اويس خپل اولني ټيسټ کښې شاندار بيټنګ کړې او پنځه اتيا رنز جوړولو سره ناټ آؤټ دې ، عبدالله فضل اووه ديرش رنز سره ناقابل شکست دې ۔
پاکستان ته د بنګله ديش اولني اننګز سکور پورا کولو لپاره د نور دوه سوه، څلور ديرش رنز ضرورت دې، د ټيسټ دريمې ، څلورمې او آخري ورځې لوبه پاتې ده ۔

