وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور د کرمه شخړې په معامله کوهاټ کښې شوې ګرينډ جرګه کښې ګډون کړېدې ۔
جرګې ته خپله وينا کښې وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې پولیس د انتظامے سره په شریکه د امن لپاره کوششونه کوي او سیمه کښې موجود ټولے مورچے به بغیر د څه تفريق نه ختمولے شي ۔
وزيراعلیٰ وئيلي چې کرمه کښې د فريقينو ترمينځ شخړه د زمکې لوجې نه ده ،بلکه دا مسئله د يو بل نه د نفرتونو لوجې ده، چې څوک هم د امن فضا خرابوي هغوي سره به د ترهه ګرو پشان سلوک کولې شي ۔
هغه اووئيل چېسیمه کښې فوج د صوبائي حکومت په درخواست د امن و امان په ځائې کيدو لپاره تعینات کړې شوې، چې څوک هم شر خوروي ، وزيراعلیٰ شر خورونکي ويشتو حکم هم کړېدې ۔
وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې پولیس د انتظامے سره په شریکه د امن لپاره کوششونه کوي او سیمه کښې موجود ټولے مورچے به بغیر د څه تفريق نه ختمولے شي ۔
وزیر اعلی اووئيل چې د وفاقي حکومت سره سیاسي اختلافات په خپل ځائې، خو د کرمې امن لپاره دې صوبائی حکومت ته د ایف سي پلاټونز ورکړې شي ۔
علي امین ګنډاپور اووئيل چې مقامي مشران دے د فریقینو ترمینځ د نفرت فضا ختمولو لپاره خپل کردار ادا کړي، د سيمې خلقو سره موجود درنه وسله دے زر تر زرہ حکومت ته حواله کړے شي ،چې څوک ھم وسله اوچتوي ،هغه به ترهه ګر ګرځولې شي ۔