د جنوبي وزيرستان ضلعي انتظامیه له لوري جاری شوی بیان ترمخه د تحصيل شکې په سانګه او اينزر چینه سیمو کښې به سبا سحر پنځو بجو نه تر ماښام شپږو بجو پورې کرفيو نافد وي ۔
د ضلعي انتظامیې چارواکو زیاته کړی چې د سیکیورټي فورسز نقل او حرکت له امله دغه دوه کلو کښې د کرفيو نافذولو پریکړه شوې ده ۔
د کوز جنوبی وزیرستان ډپټي کمشنر محمد ناصر خان د سانګه او اينزر چینه سیمو په خلکو د کرفيو په دوران د غیر ضروري تګ راتګ نه د ډډه کولو او د سیکیورټي فورسز سره د مرستې غوښتنه کړې ۔
نوټي فکيشن ترمخه کرفيو به سحر پنځه بجو نه تر ماښام شپږ بجو پورې نافذ وي ،دې دوران دې ځائي خلقو د بهر تګ راتګ نه ډډه اوکړي ۔