بلوچستان کښې سيکيورټي فورسز کاميابه کاروائي کړي ده، آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائۍ دوران دولس ترهه ګر وژلي شوي،دغه عمليات نوشکي، سبي، پنجګور او کېچ کښې شوي، چې پکښې د ترهه ګرو پټ ځائيونه په نښه کړې شوي،آئي ايس پي آر ترمخه نوشکي کښې اتۀ، سبي، پنجګور او کېچ کښې دوه، دوه ترهه ګر وژل شوي او د هغوي يو شمير ټهکانې تباه کړې شويدي ۔
د پاک فوجا طلاعاتو شعبې له لوري جاري شوې بيان کېښ وئيلي شوي چې د بلوچستان په مختلفو سيمو کښې کاروائيانو دوران دولس ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې په نوشکي کښې د نومبر په شلمه نېټه د ترهه ګرو په پټ ځايونو عمليات شوي، چې په مهال ئې د ډزو په تبادله کښې اته ترهه ګر وژلي شوي دي، د وژلي شوي ترهه ګرو نه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شوي دي ۔
اعلاميه زياتوي په سبي کښې د نومبر په يوويشتمه نېټه د عملياتو په مهال دوه ترهه ګر وژلي شوي، په پنجګور او کېچ کښې په بېلابېلو عملياتو کښې نور دوه ترهه ګر هم وژلي شوي دي ۔
د آئي اېس پي آر وينا ترمخه وژلي شوي ترهه ګرو تعلق د فتنۀ الهندوستان سره وو او د ملک نه به د ترهه ګرۍ د خاتمې لپاره عمليات دوام لري ۔

