وزيراعظم شهبازشريف سره د خېبر پښتونخوا ګورنرفيصل کريم کنډي ملاقات کړې،چې پکښې د صوبې امن و امان صورتحال، ترهه ګرۍ خاتمې، او د اولس د خير ښيګړې جاري کارونو باندې د خيالاتو بدلون شويدې، په دې موقع وزيراعظم دخېبرپښتونخواحکومت ته د صوبې د خلقومشکلات کمولو لپاره د هر قسمه مرستو باور ورکړې، او وئيلي دي چې اپيکس کميټۍ کښې شوې فيصلوعمل درآمد لپاره به وفاقي حکومت مکمل تعاؤن جاري ساتي ۔
اسلام آباد کښې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي ملاقات کړې چې پکښې د صوبې امنيت ،ترهه ګرۍ خاتمې او د اولس فلاح و بهبود په مختلفو چارو خبرې شوېدي ۔
په دې موقع وزيراعظم د خېبر پښتونخوا نه د ترهه ګرۍ مکمل خاتمې، پائيدار امن او د اولس د ښېګړې لپاره د وفاقي حکومت لخوا د هر ممکن مرستې باور ورکړې دې ۔
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د بهادر سيکيورټي فورسز اهلکارانو او خېبرپښتونخوا پوليس قربانۍ به ضائع نۀ ځي ۔
وزيراعظم وئيلي چې د ترهه ګرۍ مکمل خاتمې لپاره به د اپېکس کمېټۍ غونډه کښې د شوي فېصلو عملي کولو په لړ کښې د وفاقي حکومت مرسته جاري وي ۔
وزيراعظم هدايت کړې چې د صوبې اولس ته د صحت،تعليم او نورو بنيادي سهولتونو ورکولو لپاره دې ټول ممکنه وسائل په کار راوستې شي او د صحت او د تعليم شعبو کښې د ښۀ والي لپاره خصوصي ګامونه پورته کړې شي ۔
وزيراعظم د لوبو د سهولتونو او ځوانانو ته په مثبت هلو ځلو کښې د ګډون موقعې ورکولو هدايت هم کړې دې ۔
بلخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وزيراعظم ته په صوبه کښې د امنيت وضعې ښۀ کولو لپاره د ګورنر او خېبرپښتونخوا اېډوائزري کونسل لخوا د روانو اقداماتو په اړه بريفنګ ورکړې، ملاقات کښې د کورنو چارو وفاقي وزير محسن نقوي هم موجود وو ۔

