سکهر کښې د پارټۍ اووه پنځوستم يوم تاسيس په موقع خطاب دوران چئيرمين پيپلز پارټي بلاول بهټو وئيلي دي چې زمونږ درې نسلونو د پاکستان ترقۍ، خوشحالۍ او جمهوريت لپاره اوږد جدوجهد کړيدې، ملک ته وړومبې متفقه اسلامي ائين ورکړيدے، پاکستان ايټمي طاقت جوړ کړے، اولس ته روټي، کپړا مکان ورکړې ۔
بلاول اووئيل چې صدر زرداري خپل دور حکومت کښې اتلسم آئيني ترميم سره صوبو ته حقوق ورکړي ، کوم چې د شهيد بے نظير بهټو مشن وو، بے نظير بهټو په خپل دور کښې بهادرۍ سره د آمرانو او ترهه ګرو مقابله کړې وه، خو ځينې خلقو د يو بل سياسي جماعت راوستو لپاره پيپلزپارټي ختمولو کوشش اوکړو خو دوي کامياب نه شول ۔
د بلاول بهټو وينا وه چې پيپلز پارټي نه په يو صوبه کښې د ګورنرراج لګولو حمايت کوي او نه په يو سياسي جماعت پابندي لګولو حق کښې ده، مونږ تل د جمهوريت مضبوطيا او اولس خدمت لپاره سياست کړيدے ۔
بلاول بهټو مطابق خېبرپختونخوا کښې د امن و امان غټه مسئله ده،هلته غربت او بے روزګاري ده، د صحت او تعليم نظام خراب دے ولې صوبائي حکومت د احتجاجونو نه وزګاريږي ۔
هغه دا هم اووئيل چې پاړاچنا کښې سل مړي شوي او دوي اسلام آباد کښې سل مړي لټوي، بائد دوي په صوبې توجو ورکړي او وفاقي خلاف د ګولۍ چلولو خبرې پريږدي ۔
چئيرمين بلاول بهټو وئيلي دي چي کله ملک کښې استحکام وي، نو ترقي راځي، اپوزيشن ته درخواست کوو چې د ملکي مسئلو حل لپاره دي سنجيده خبرو طرف ته راشي،او سياسي رويه دي خپله کړې ۔