د متحده قامونو سلامتي کونسل افغانستان کښې ميشته ترهه ګر د پاکستان پشمول نورو ملکونو لپاره خطره ګرځولې ده،افغانستان په حواله سلامتي کونسل اجلاس ته وينا په وخت پاکستاني مندوب سيد حيدر شاه افغانستان نه د حملو معامله پورته کړې، اجلاس ته وينا په وخت د چين مندوب کالعدم بي ايل اے او مجيد بريګيډ باندې بنديزونه لګولو مطالبه هم کړې ده ۔
نيويارک: د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل مشرې سانيتا پاولي په خپل بيان کښې وئيلي چې افغانستان کښې د ترهه ګرو ډلو موجودګۍ لوجې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د ترهه ګرۍ خطرو سره مخ دي ۔
هغې وئيلي چې داعش خراسان د افغانستان نه بهر سيمو باندې توجو کړې ده، په داسې حال کښې چې کالعدم ټي ټي پي هم يو سنګين خطر دې ۔
د هغې په وينا ترهه ګر د طالبانو لخوا لوجسټيکل او عملياتي مرسته ترلاسه کوي او کالعدم ټي ټي پي د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کښې ګنړشمير خونړي بريدونه کړي ۔
بلخوا په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان مستقل مندوب سيد حيدر شاه وئيلي چې په نړيواله کچ د خطرو مقابلې لپاره د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ مخنيوي نظام کښې اصلاحات کول پکار دي ۔

