حکومت د پټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کښې کمې کړيدې ، دې لړ کښې د آئل اينډ ګيس ريګوليټري اتهارټي له لوري اعلاميه هم جاري کړې شوې ده ۔
اسلام آباد: د اوګرا لخوا جاري شوي نوټيفيکېشن ترمخه د پټرولوقيمت يو روپۍ او ډيزل څلور روپۍ في ليټر کم کړے شوې دې ، چې ورسره د پټرولو نوې قيمت درې سوه اتلس او ډيزل درې سوه درې پنځوس روپۍ في ليټر ټاکلې شوې ۔
د آئل اينډ ګېس رېګولېټري اتهارټۍ اوګرا لخوا جاري شوي نوټيفيکېشن ترمخه د ډيزل قيمت څلور روپۍ في ليټر او د پټرولو قيمت يو روپۍ في ليټر کم کړے شوې دې ۔
د نوې کمې وروستو د پټرولو في ليټر قيمت درې سوه اتلس روپۍ او د ډيزل نوې قيمت درې سوه درې پنځوس روپۍ ټاکلې شوې دې ۔
د نوټيفيکېشن ترمخه د پټروليم مصنوعاتو نوې قيمت به د نومبر په پنځۀ ويشتمه نېټې پورې نافذ وي ۔

