وفاقي حکومت د پټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کښې نور کمې کړيدې ، دې لړ کښې د آئل اينډ ګيس ريګوليټري اتهارټي له لوري اعلاميه هم جاري کړې شوې ده ۔
اسلام آباد: د اوګرا لخوا جاري شوي نوټيفيکېشن ترمخه د پټرول قيمت يو روپۍ في ليټر کم کړے شوې ، چې ورسره د پټرول نوې قيمت درې سوه ديارلس روپۍ في ليټر ټاکلې شوې ۔
د آئل اينډ ګېس رېګولېټري اتهارټۍ اوګرا نوټيفيکېشن کښې مخکښې وئيلي شوي چې د ډيزل قيمت دوه روپۍ في ليټر کم کړے شوې دې ۔
د نوې کمې وروستو د ډيزل في ليټر قيمت درې سوه شپږ څلويښت روپۍ مقر ټاکلې شوې دې، تيره ورځ د ډيزل نرخ کښې لټر په سر څلور روپۍ کمې شوې وو ۔
د نوټيفيکېشن ترمخه د پټروليم مصنوعاتو نوې قيمت به د نومبر اووۀ ويشتمې نېټې پورې نافذ وي ۔

