د پاک فوج ترجمان ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري وئيلي دي چې بهارتي سرپرستۍ کښې د افغانستان خاورې نه ترهه ګري اودرول د افغان طالبان ذمه داري ده، اتيا فيصده خودکش بمبار افغانان دي، پاکستان ته خپل دفاع مکمل حق ترلاسه دې،ډي جي آئي ايس پي آړ دا هم وئيلي چې پاکستان په عملي توګه د سعودي عرب مرستې لپاره دغه هيواد کښې موجود دې او سفارتي لحاظ سره هم سعودي عرب سره ولاړ دې
العربيه ټي وي سره مرکه کښې ډي جي آئي ايس پي آر وئيلي دي چې افغان طالبانو نه پاکستان يوغوښتنه کوي چې هغه دې د افغان خاورې نه پاکستان کښې دننه کېدونکې ترهه ګري اودروي ۔
د پاک فوج ترجمان اووئيل چې که چرې افغان طالبان دوحه معاهدے کښې شوې وعدو باندې عملدرآمد نه کوي نو پاکستان ته خپل دفاع مکمل حق ترلاسه دې ۔
هغه مخکښې اووئيل چې د افغانستان خاورې نه ترهه ګري اودرول د افغان طالبان ذمه داري ده، اتيا فيصده خودکش بمبار افغانان دي ۔
مکه دفاعي لوظنامې په اړه يو سوال باندې د پاک فوج ترجمان اووئيل چې پاکستان په عملي توګه د سعودي عرب مرستې لپاره دغه هيواد کښې موجود دې او سفارتي لحاظ سره هم سعودي عرب سره ولاړ دې ۔
ډي جي آئي ايس پي آر اووئيل چې د سعودي مشرانو ضرورت مطابق د حرمين شريفين او سعودي عرب حفاظت لپاره هر حد پورې تلو لپاره هم مکمل تيار يو ۔
ترجمان زياته کړې چې د سعودي عرب سلامتيا لپاره د پاکستان عزم غير مشروط دې، پاکستان سياسي و عسکري مشران مسلسل سعودي مشرانو سره مسلسل په رابطه کښې دي ۔

