د کوهاټ پوليس لائنز حمله کښې هم د يو افغان وګړي ملوث کيدو انکشاف شوې، سيکيورټي ذرائعو مطابق ککړ يو خودکش بمبار شناخت د مطيع الله په نوم شوې، ولې د ککړ د نور اووۀ ترهه ګرو د شناخت عمل جاري دې، بلخوا افغانستان حکومت د کوهاټ حملې غندنه کړې ،او وئيلي دي چې مقدس مقام باندې حمله قابل مذمت دي ۔
د کوهاټ پوليس لائنز حملې پلټنې جاري دي، سيکيورټي ذرائعو وئيلي چې دغه حمله کښې هم يو بمبار افغان وګړې وو، او د وژلي شوي نور اووۀ ترهه ګرو د شناخت عمل جاري دې
سيکيورټي ذرائعو مطابق ککړ يو خودکش بمبار شناخت د مطيع الله په نوم شوې، ۔ ولې د ککړ دوئم ترهه ګر شناخت عمل جاري دې ۔
افغانستان د کوهاټ پوليس لائنز خودکش حملې غندنه کړې، افغان خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي وئيلي چې افغانستان مقدس مقامات باندې حملې قابل مذمت اقدام ګرځوي ۔
بلخوا د متځده قامونو سيکريټري جنرل ،مختلف ملکونو ايران، چين،روس، قطر د کوهاټ ترهه ګرۍ حملې مذمت کړېدے ۔
د متحده قامونو سيکرټري جنرل انتونيوګوتیريس هم د کوهاټ ترهه ګرۍ د پيښې غندنه کړې او وئيلي ئي دي چي عبادت خانې او عام وګړو باندې حملې هيڅ صورت کښې قابل قبول نه دي ۔

