کوهاټ پوليس لائنز کښې تيره مونځ دوران د ځانمرګي بريد نه پس د سرچ اينډ کليرنس آپريشن مکمل کړې شوې دې، پوليس حکام وائي په کاروائۍ کښې ټول اتۀ ترهه ګر وژلي شوي او د ترهه ګرو حملې په نتيجه کښې د اوولس پوليس اهلکارو په ګډون څليريشت کسان شهيدان شوي، او يو سل ديرش کسان ژوبل شوي دي ۔
کوهاټ کښې د پوليس لائنز په جومات د بريد نه پس امنيتي ادارو او پوليس د شلو ګهنټو کاروائۍ نه پس سرچ اينډ کليرنس آپريشن مکمل کړې دې، چارواکو د چاودنې نه پس جومات ته ننوتلي ټول اته ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
پوليس چارواکو وئيلي دي چې د پوليس ، ايليټ فورس کمانډوز، سي ټي ډي ټيمونو او سيکيورټي فورسز د ودانيو مهمې برخې هم کلير کړې دي ۔
د ترهه ګرو په بريد کښې د اوولس پوليس اهلکارو په ګډون د شهيدانو شمېره څليريشت ته رسېدلې، او يو سل ديرش پورې کسان ژوبل شوي دي، چې پکښې پوليس اهلکار هم شامل دي ۔
د ژوبل پوليس اهلکارانو او نور عام وګړو علاج د کوهاټ مختلفو هسپتالونو کښې جاري دې، او د زياتره ژوبل کسانو حالت ښۀ ښودلې شوې دې ۔
سيکيورټي فورسز د پوليس کمپليکس ټولې برخې کلئير ګرځولو وروستو پوليس ته ودانې بيا حواله کړيده ۔
بلخوا د کوهاټ پوليس لائنز په جومات کښې د جمعه مونځ دوران شوې چاؤدنه کښې ککړ يو خودکش بمبار افغان وګړې وو،سيکيورټي ذرائعو مطابق ککړ يو خودکش بمبار شناخت د مطيع الله په نوم شوې، ولې د ککړ دوئم ترهه ګر شناخت عمل جاري دې ۔
آئي جي پي خيبرپښتونخوا ذوالفقار حميد د کليئرنس آپريشن پېښې په ځائې مسلسل موجود وو، او د اهلکارو حوصله ئې لوړه کړې ۔
ايډيشنل آئي جي سي ټي ډي، ريجنل پوليس آفيـسر کوهاټ او ډي پي او کوهاټ د آپريشن مشري کړې، په داسې حال کښې چې جي او سي کوهاټ هم د کاروائۍ دوران موجود وو ۔

