د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ د سهیل آفريدي د لکي مروت ګنډي چوک نه د پي ټي آئي لانګ مارچ شروع کړې او وئيلي دي چې ګورنر راج او ایمرجنسي نه منو، سهیل آفريدي مطابق خیبر پښتونخوا کښې حکومت د باني پي ټي آئي دې او د هغه وژن او پالیسي به عملي کېږي ۔
د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ د سهیل آفريدي د لکي مروت په ګنډي چوک کښې د لانګ مارچ ګډونوالو ته وینا کښې وئيلي چې پي ټي آئي یوه سیاسي ډله ده او اسلام آباد ته تلې مذاکراتي کمېټۍ د سیاسي مسئلې کمولو لپاره تللې وه ۔
سهیل آفريدي وئيلي چې په خېبر پښتونخوا کښې د عمران خان حکومت دې او د هغه وژن او پالیسي به عملي کېږي، هغه وئيلي چې داسې پالیسي نه منو چې د پښتنو نقصان پکښې وي، نۀ ګورنر راج منو او نۀ ایمرجنسي منو ۔
وزیراعلیٰ دعوه کړې چې په صوبه کښې به هېڅ آپریشن نۀ کېږي او وئيلي ئې دي چې په تېر وخت کښې هم په صوبه کښې آپریشنونه شوي ۔
هغۀ اووئيل چې وفاقي حکومت اوږدې مودې راهسې صوبه د تجربو لپاره استعمال کړې ،د پي ټي آئي د حکومت پر مهال امن وو ځکه چې د هغوي پالیسي سمه وه، د رجیم چینج وروسته بیا په صوبه کښې ترهه ګري مسلط شوه ۔

