ايشين ګيمز دوه زره شپږويشتم د رنګارنګ اختتامى دستورې سره پائې ته رسيدلي، د ميډلز په زغل کښې چين وړومبې او کوربه جاپان دوئم مقام ترلاسه کړې، پاکستان بيا د لس ميډلز سره په نهه ويشتم نمبر پاتې شوې ۔
د جاپان په ناګويا ښارکښې د ايشين ګيمز دوه زره شپږويشتم رنګارنګ اختتامى دستورې سره پائې ته رسيدلې ، په ټيمونو کښې چين يوسل نهه شپيتۀ د سرو زرو پشمول مجموعي درې سوه يوڅلويښت ميډلز ګټلي او وړومبې مقام ئې خپل کړېدې ۔
کوربه جاپان د دري شپيتۀ سرو، پنځه نوي سپينو او يو نوي د برونزو ميډلز سره دوئم مقام ترلاسه کړې، په داسې حال کښې چې جنوبي کوريا نهه ديرش د سرو، درې څلويښت سپينو او اتۀ شپيته د برونز ميډلز سره دريم نمبر باندې پاتې شوې دې ۔
پاکستان په ايشين ګيمز کښې په مجموعي توګه لس ميډلز ګټلي دي، په دې کښې دوه د سپينو زرو او اتۀ د برونز ميډلز شامل دي ۔
پاکستان د لس ميډلز سره د ايشين ګيمز د ميډلز په ټيبل کښې نهه ويشتم پوزيشن ترلاسه کړې دې ۔

