د داخله چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ګورنر هاؤس پيښور کښې د ګورنر فیصل کریم کنډي سره ملاقات کړې، په دې موقع د صوبې امن و امان صورتحال او د پي ټي آئي لانګ مارچ په اړه خبرې شوې دي، اعلامیه کښې وئيلي شوي چې ملاقات پر مهال صوبه د ترهه ګرۍ نه بچ کولو لپاره آئیني کردار ادا کولو باندې اتفاق شوې، اعلاميې مطابق په دې موقع آئي جي خېبرپښتونخوا ذوالفقار حميد وئيلي چې صوبه کښې غير يقيني صورتحال مخنيوي لپاره پوليس مکمل تيار دي ۔
پيښور: وفاقي داخله وزیر محسن نقوي په پېښور ګورنر هاؤس کښې د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره اهم ملاقات کړې، ملاقات پر مهال چیف سیکرټري او آئي جي خېبرپښتونخوا هم موجود وو ۔
د ملاقات په مهال د صوبې په سیاسي او امنیتي صورتحال او د پي ټي آئي لانګ مارچ په اړه خبرې شوېدي ۔
د اعلامیې مطابق ګورنر او وفاقي داخله وزیر د صوبې د ترهه ګرۍ نه د بچ کولو لپاره د آئیني کردار ادا کولو باندې اتفاق کړې، د اعلامیه کښې وئيلي شوي چې صدر او وزیراعظم ګورنر راج یا ایمرجنسي ضروري وګڼي نو ګورنر هاؤس به خپل آئیني کردار ادا کوي ۔
اعلامیه کښې وئيلي شوي چې د پي ټي آئي لانګ مارچ کښې د سرکاري هیلي کاپټر او سرکاري وسائلو استعمال د عدالتي فیصلو خلاف ورزي ده ۔
بلخواسرچینو وئيلي دي چې آئي جي خیبر پښتونخوا وفاقي داخله وزیر ته د صوبې د صورتحال په اړه بریفنګ ورکړی، او وئيلي دي چې په صوبه کښې د غېر یقیني صورتحال له کبله پولیس الرټ دي ۔
آئي جي مخکښې وئيلي دي چې د بېلابېلو ضلعو پولیس اهلکار پولیس لائنز ته راغوښتل شوي او د څه قسمه خراب صورتحال سره د مقابلې لپاره حکمت عملي هم تیاره شوې ده ۔

