د پاکستان سپرليګ خوندور ميچونه جاري، شپږ ديرشم ميچ کښې اسلام آباد يونائټډ په اتۀ وکټو حيدر آباد کنګز مين ته شکست ورکړېدې، د حيدر آباد د يو اتيا رنز هدف اسلام آباد دوه وکټو په زيان اووم اوور کښې پورا کړې ، شاندار بولنګ باندې د يونائټډ رچرډ ګليسن د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
کراچۍ کښې لوبيدلې د پي ايس ايل شپږ ديرشم ميچ کښې اسلام آباد يونائټډ ټاس ګټلې وو او پخپله ئې اول د فيلډنګ فيصله کړې وه ۔
د حيدر آباد کنګز مين ټول ټيم شپاړسم اوور کښې اتيا رنز باندې آؤټ شوې، چې پکښې ټولو نه زيات عثمان خان پنځه ويشت رنز جوړ کړي وو ۔
اسلام آباد يونائټډ طرف نه رچرډ ګليسن،شاداب خان او عماد وسيم درې، درې وکټې اخستي وې ۔
اسلام آباد يونائټډ د يو اتيا رنز هدف اووم اوور کښې دوه وکټو په زيان آسانۍ سره پورا کړې او په اتۀ وکټو ئې ميچ ګټلې دې ۔
اسلام آباد طرف نه ټولو نه زيات محسن رضا دوه څلويښت رنز جوړ کړي، او سمير منهاس اووۀ ويشت رنز باندې ناټ آؤټ پاتې شويدې ۔
شاندار بولنګ د اسلام آباد يونائټډ رچرډ ګليسن د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔

