وزيراعظم شهباز شريف په مکه مکرمه د حوثي باغيانو د ډرون حملې مذمت کړې،خپل بيان کښې وزيراعظم وئيلي دي چې په دې اشتعال انګيز اقداماتو ټول پاکستاني اولس خفه دې،د حرمين شريفين تحفظ لپاره سعودي عرب سره ولاړ يو، وزيراعظم د سعودي فوج ته په پيشه ورانه صلاحيتونو خراج تحسين هم وړاندې کړې، او فريقين ته ئې د صبر نه کار اخستو اپيل کړېدې ۔
وزيراعظم شهباز شريف په سوشل ميډيا جاري شوې بيان کښې د مکې مکرمې په مقدس مقام د يمن حوثي باغيانو د ډرون حملې د هڅې سخته غندنه کړې ده ۔
وزيراعظم وئيلي چې پاکستاني اولس د دې اشتعال انګېز او افسوسناک اقدام لوجې د سختې اندېښنې او خفګان سره مخ شوې دې ۔ ټول پاکستان قام سعودي عرب سره کلک ولاړ دې ۔
د وزيراعظم شهبازشريف وينا وه چې د دې ناقابل معافي کاروائۍ لوجې په زړونو کښې پيدا شوې درد او اضطراب بيانولو لپاره الفاظ کافي نۀ دي ۔
وزيراعظ شهباز شريف د سعودي وسله وال ځواکونو د غيرمعمولي تيارۍ، مېړانې او مسلکي صلاحيتونو ستاينه کړې ده، کومو چې په وخت کاروائۍ سره مقابله کړې ده ۔
بلخوا د جمعيت علمائے اسلام امير مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې مکه مکرمې باندې د حوثيانو حمله به په اسلامي نړۍ حمله ګڼل کېږي ۔
مولانا فضل الرحمان مطابق امت مسلمه به د حوثيانو د حملو بهرپور جواب ورکوي او د سعودي عرب تحفظ به يقيني کوي،جے يو آئي امير د حکومت نه غوښتنه کړې چې د حرمين شريفين د تحفظ په اړه دې واضحه پاليسي اعلان کړي ۔

