د پيټرولیم مصنوعاتو مخ په زياتيدونکي قيمتونوپه وړاندې وفاقي حکومت د درې میاشتو کفایت شعارۍ مهم اعلان کړې،په دې حواله جاري شوې نوټيفيکيشن مطابق دکانونه، مارکیټونه او شاپنګ مالز به د شپې نهه بجې بندولې کېږي، بلخوا په حکومتي چارواکو غير ملکي سفر او نوي ګاډو اخستو باندې درې میاشتو لپاره بندیز هم لګولې شويدې ۔
اسلام آباد: کفایت شعارۍ مهم په اړه جاري شوې نوټیفیکېشن کښې وئيلي شوي چې د شادي هالز او نورې تجارتي چارې به تر شپې لس بجو پورې وي ۔
نوټي فکيشن ترمخه هوټلونه، ريسټورنټس او کیفے به د شپي يوولس بجې بندولې شي، البته ټیک اوے او کور ته د خوراک رسولو سروسز به د يوولس بجو د بندش نه مستثنی وي ۔
د وفاقي حکومت نوټي کښې مخکښې وئيلي شوي چې د وادۀ په دستورو کښې د یو ډش وړاندې کولو فيصله هم شوې ده ۔
فارمیسۍ، ليبارټريز، کلینکونه، هسپتالونه ، تنورونه، بیکرۍ، د پيؤ او مستو دکانونه، پټرول او سي اېن جي پمپونه او د اليکټرک موټرو چارج کولو مرکزونه هم د وختي بندېدو فيصلې نه مستثنی دي ۔
د درې میاشتو لپاره د حکومتي چارواکو سفرونو مکمل بندیز لګېدلی دې، او د ډير ضروري سفر په صورت کښې به وزیران، مشيران او حکومتي چارواکي په اکانومي کلاس کښې سفر کوي ۔
حکومتي اجلاسونه به تر ډېره د ویډیو کانفرنس له لارې کېږي ، دغه رنګ په حکومتي مېلمستیا به بندیز وي، خو د بهرني وفود په اعزاز کښې تقريبات به ترې مستثنی وي ۔

