د امريکې پاورس کمپنۍ يو وفد د جنرل هيډکوارټرز پنډۍ دوره کړې، آئي ايس پي آر وئيلي چې امريکائي وفد فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره ملاقات کړې،په دې موقع دوه اړخيزه اړيکو،دفاعي ټيکنالوجۍ کښې بدليدونکې رجحانات او د منطقې په صورتحال د خيالاتو بدلون شويدې، آئي ايس پي آر ترمخه ملاقات پر مهال د دفاعي سازو سامان اخستو، تيارۍ او استعداد کار شعبو کښې مرستو باندې هم خبرې شوي ۔
د پاک فوج شعبه تعلقات عامه له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې فيلډ مارشل عاصم منير سره د امريکې کمپنۍ پاورس يو وفد د چئيرمين رابټ بريت ويليکويچ په قيادت کښي جنرل هيډکوارټرز پنډۍ کښې ليدۀ کاتۀ کړي ۔
آئي ايس پي آر مطابق ملاقات کښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير په قامي سلامتيا او ملکي استحکام مضبوط جوړولو کښي تکنيکي بدلون او جديد حل په اهميت باندي زور راوړې ۔
آئي اسي پي آر وئيلي چې ملاقات پرمحال دواړو اړخ نه باهمي دلچسپۍ په شعبو کښې روابط او تعاون ته نوره وده ورکولو کښې د دلچسپۍ څرګندونې شوي ۔
بيان کښې مخکښې وئيلي شوي چې په دې موقع دفاعي سازو سامان خريدارۍ،پيداوار او استعدادکار کښې د اضافې په شعبو کښې تعاون په امکاناتو باندې هم د خيالاتو بدلون شوې دې ۔

