ایبټ آباد کښې بس او ډمپر جنګيدو پيښه کښې اتۀ کسان پحق رسيدلي او ديرش ژوبل شويدي،ريسکيو چارواکو ترمخه ګلګت نه پنډۍ ته روان بس د ټائر ډزيدو لوجې ډمپر سره جنګيدلې وو،ژوبل کسان ايبټ آباد هسپتالونو ته منتقل کړې شويدي ۔
ايبټ آباد: حویلیاں انټرچېنج سره نيزدې موټروے باندې مسافرو بس او ډمپر جنګيدلي دي، پيښۀ کښې اتۀ کسان پحق رسيدلي او ديرش پورې سخت ژوبل شويدي ۔
ريسکيو چارواکو ترمخه د بس ټائر چاؤديدلې وو چې لوجې ئې ګاډې د ډرائيور نه بے قابو شوې وو او ډمپر سره جنګيدلې وو ۔
ريسکيو ټيمونو ژوبل تنانو ته ابتدائي طبي امداد ورکړې او ورستو ئې هسپتال ته منتقل کړي دي، ژوبل کسانو کښې د بعضو حالت نازک ښودلې شوې دې ۔
وئيلي شوي دي چې دا بس د ګلګت نه پنډې ته روان وو، دحپق رسيدلي تنانو تعلق د ګلګت سره ښودلې شوې دې ۔

