د بره جنوبي وزيرستان مکين بازار کښې بمي چاودنه شوې،پوليس ترمخه چاودونه کښې عنايت الله نومې د امن کميټۍ غړې پحق رسيدلې او اتۀ کسان ژوبل شويدي،ژوبل کسانو کښې د امن کميټۍ درې ممبران هم شامل دي،چاوديدونکي مواد په يو موټرسائيکل کښې نصب وو،چاؤدنې په حواله نورې پلټنې پيل کړې شويدي ۔
اپر جنوبي وزيرستان: پوليس چارواکو وئيلي دي چې مکين بازار کښې سحر خواؤشا يوولس بجې بمي چاودنه شوې ده ۔
پوليس ترمخه چاودونه کښې عنايت الله نومې د امن کميټۍ غړې پحق رسيدلې او اتۀ کسان ژوبل شوي، پوليس وئيلي چې چاودنې له امله د مکین بازار یو شمېر دکانونو او په دکانونو کښې موجودو سامانونو ته هم زیان رسېدلی دی ۔
د پېښې وروسته پولیس سیمه ولقه کښې اخستې وه او سرچ آپریشن ئې شروع کړې، په سیمه کښې امنیتي تدابیر هم سخت کړل شويدي ۔
پولیس چارواکو زياته کړې چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دغه چاودنې ذمه واري نه ده منلې ۔

