د پمز ايګزيکټيو ډائريکټر رانا عمران سکندر وئيلي دي چې هسپتال کښې ماشومان دسوزيدو لوجې نۀ بلکه لوګې د ساه په ذريعه د ماشومانو وجود ته داخل شوې وو، چې په نتيجه کښې ئې ماشومان پحق رسيدلي ، پمزهسپتال چارواکو مطابق د اوورلګيدو پر مهال نرسري کښې پنځلس ماشومان موجود وو، چې پکښې د يو ماشوم ژوند بچ کړې شويدي ۔
اسلام آباد: د پمز اېګزېکټيو ډائريکټر رانا عمران سکندر دعویٰ کړې چې هسپتال کښې د ماشومانو مرګ د سوزيددو له امله نۀ، بلکه لوګي د ماشومانو ساه بنده کړې وه او هغوي په حق رسيدلي دي ۔
رانا عمران سکندر زيات کړې چي د مړۀ شوي ماشومانو شناخت د مړوندونو د شناختي ټيګز په ذريعه شوې، شناختي ټيګز محفوظ پاتې شوي وو، ځکه د ډي اين اے ټېسټ ضرورت پېښ نۀ شو، که چرې مړي ناقابل شناخت وې نو بيا د ډي اين اے ټيسټ ضروت پيښېدې شو ۔
د پمز چارواکي دا هم وئيلي چې د اوور لګيدو پر مهال په نرسري کښې پنځلس ماشومان موجود وو، چې ترې نه يو ژوندې بچ کړې شوې دې ۔
بلخوا د پمزچارواکي دا هم وئيلي دي چې هسپتال عملې د ماشومانو بچ کولو لپاره وارډ ته د ننوتلو کوشش کړې وو ولې د چاودنې سره د نرسري چهت راوغورځيدلې وو ۔

