د مسلم لیګ ن بيرسټر افتخار ګيلاني د آزاد کشمير اوولسم وزيراعظم په حيث د خپلې څوکۍ حلف پورته کړې، د آزاد کشمير قائم مقام صدر چودهري طارق فاروق د نوې وزيراعظم نه حلف اخستې ۔
مظفرآباد: دپاکستان مسلم ليګ ن بيرسټر سيد افتخارګيلاني د آزادکشمير اوولسم وزيراعظم په حيث د خپلې عهدې حلف پورته کړېدې ۔
د آزاد کشمير قائم مقام صدر چودهري طارق فاروق د نوې وزيراعظم نه حلف اخستې، حلف بردارۍ دستوره کښې دقانون ساز اسمبلۍ اراکينو اونور متعلقه افسرانو ګډون کړې ۔
افتخارګيلانې د آزاد کشمير وزيراعظم جوړيدو باندې د محمد نوازشريف، وزيراعظم شهباز شريف او د مسلم ليګ ن د قيادت شکريه اداکړيده ۔
وزيراعظم بيرسټر افتخار ګيلاني وئيلي دي چې د کشمير خوشحالۍ او ترقۍ لپاره به ټول ته يو ځائې تلل وي، د ټولو اراکينو په مرسته به د کشمير بهترۍ لپاره کار کوؤ ۔

