د پارليمنټ هاؤس نه بهر ميډيا سره خبرو په مهال د مسلم ليګ ن سينيټر عرفان صديقي وئيلي دي چې د عدليې په اړه د آئيني ترميم مسئله تر نامعلومې مودې پورې ځنډولې شوې ده ۔
سينيټر عرفان صديقي اووئيل چې قانون سازۍ لپاره مطلوب اکثريت لازمي وي، که کۀ چرې دا قانون سازي اوس اونشوه نو قيات نۀ راځي، آئيني ترميم به کيږي په دې کښې هيڅ خنډ رامخې ته نۀ دې ۔
ديوې پوښتنې په جواب کښې عرفان صديقي اووئيل چې د آئيني تراميم مسوده چرې هم بهر نۀ راوځي، مسوده په اولني ځل ايوان کښې وړاندې کيږي، په دې وخت کښې د نمبرز ګيم مسئله راپيښه ده، مولانا فضل الرحمان دې لړ کښې ډېر مطمئن وو۔
د دې نه وړاندې د سېنېټ غونډه د ډپټي چيئرمېن سيدال خان په مشرۍ كښې شوې وه چې پکښې په 7 ستمبر کال 1974ء قاديانيان غيرمسلمه ګرځولو په معامله يو يادګاري قرارداد وړاندې كړې شويدې ۔
په قرارداد کښې هر کال د ستمبر اوومه نيټه نمانځلو مطالبه شوې ،دې لړ کښې قاديانان غير مسلمه ګرځولو په دغه ورځ ټول ملک کښې د عامې چهټۍ قرارداد منظور شويدې ۔
د قرارداد منظورېدو وروستو د سېنېټ غونډه تر نامعلومې مودې پورې ځنډولې شويده ۔
بلخوا د آئيني ترميم منظورۍ لپاره رابللې شوې د وفاقي کابينې غونډه هم ځنډولې شوې ده ۔
دسرچينو ترمخه دحکومت او اپوزيشن ګوندونو ترمينځ د آئيني ترميم په معامله ډيډ لاک لا هم برقرار دې ۔
عداليې په اړه دغه آئيني ترميم باندې د اتفاق وروستو به دغه مسوده قومي اسمبلۍ او سينيټ ته وړاندې کولې شي ۔
سرچينې وائي چې کله په خصوصې کميټۍ کښې فيصله اوشي او مولانا فضل الرحمان اتفاق اوکړي نو دغه بل به وفاقي کابينه کښې وړاندې کيږي او بيا به قامي اسمبلۍ او سينيټ کښې منظورۍ لپاره پيش کولې شي ۔