پيښور ناصر باغ کې د يو غير ملکي سياح مبينه خودکشۍ واقعه مخې ته راغلي،پوليس وائي چې د سياح تعلق د اټلي سره دے،کوم چې ناصر باغ ارباب ريزيډنشيا فليټس کې مړ حالت کې موندلے شوي۔
د ناصر باغ تهاڼې پوليس مطابق دوي ته په ارباب ريزيډينشيا فليټس کې د اټلي غير ملکي سياح خودکشي اطلاع ميلاو شوه، په کوم چي تفتيشي ټيم افسرانو د جائے وقوعه معائينه اوکړټه او ټول شواهد ئې راجمع کړه، پوليسو د مړې په خپل تحويل کې اخستي او تحقيقات ئې شروع کړي۔
پوليسو وينا مطابق د غير ملکي خودکشي واقعه انتهائي افسوسناک ده او وزارت خارجه ته په دې اړه خبر هم ورکړے شوے،
پوليسو ترمخه د تفتيش دوران غير ملکي تن شناخت د جوشوا موائسز په نوم شوي کوم ته چې په نهم اکتوبر سياحتي ويزا جاري شوي وه۔
پوليس مخکې وائي چې غير ملکي سياح د باچا خان ائيرپورټ د لاري د سعودي عرب نه پيښور ته راغلے وو ارباب ريزيډنشيا کې په يو فليټ کې په عارضي توګه مقيم وو۔