د اليکشن کمېشن آف پاکستان لخوا د ګوجرانواله ضمني اليکشن کښې د انتخابي ضابطه اخلاقو خلاف ورزۍ باندې وفاقي وزير اطلاعات عطاالله تارړ ته نوټس جاري کړې، اليکشن کميشن اعلاميه ترمخه وفاقي وزير په ذاتي حيثيت کښې سبا د کميشن دفتر ته هم طلب کړې شويدې ۔
د صوبائي اليکشن کمېشن پنجاب دفتر ترجمان بيان کښې وئيلي شوي چې د ډسټرکټ مانيټرنګ افسر لخوا وزير اطلاعات عطاالله تارړ ته نوټس جاري کړے شويدې ۔
د اليکشن کمېشن ترجمان مطابق عطاالله تارړ د مسلم ليګ ن اميدوار په انتخابي مهم کښې ګډون کړې ، کوم چې د ضابطه خلاف ورزي ده ۔
اليکشن کمېشن مطابق د انتخابي مهم د پابندۍ دوران ګډون کولو باندې وفاقي وزير ته نوټس جاري کړے شوے دے ۔
وزير اطلاعات عطاالله تارړ په اتم نومبر سحر يوولس بجو ته د وضاحت لپاره طلب کړے شوے دے ۔
ترجمان وئيلي چې د غير حاضرۍ په صورت کښې به په موجوده ريکارډ کاروائي کولے شي ۔

