د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې په صوبه کښې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ روان دې او ډېر زر به د ترهه ګرو خاتمه اوشي، په ضم شوي ضلعو کښې آپرېشنونه د انټېلي جنس معلوماتو په بنياد کېږي، بلخوا د صوبې د پرمختګ لپاره به قانون سازي کوؤ او د تجاوزاتو خلاف آپرېشن په اړه د شکايتونو د ازالې لپاره مو فورم هم جوړ کړې دې ۔
پيښور کښې د پاکستان ايسوي ايشن آف اورل اينډ ميګزيلوفيشل سرجنز غونډه شوې، چې پکښې ګورنر خيبر پښتونخوا مشر ميلمه وو ۔
غونډې وروستو ميډيا سره خبرو کښې ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې په ضم شوي ضلعو کښې انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز روان دي، او داسې يو آپرېشن نشته چې اعلان ئې اوکړے شي، چې چرته ترهه ګر دي نو په ضد ئې سيکورټي ادارې کاروائياني کوي ۔
ګورنر خيبر پښتونخوا وئيلي دي چې د نادرا اهلکار د قاتلانو خلاف پلټنې روانې دي او په صوبه کښې د کرپشن د مختلف معاملو تحقيقات هم کېږي ۔
ګورنر وينا وه چي احتساب به يواځې سزا او جزا پورې محدود نۀ وي، بلکه د کرپشن د پيسو به رېکوري هم کولې شي، د تېرو ديارلسو کلونو تباهي په يوه ورځ نۀ شي ختمېدې، او د پي ټي آئي حکومت صرف خپلو کارونو کښې مصروفه وو، او د دې صوبي د ترقۍ لپاره ئې هيڅ کار نۀ دې کړې، کوشش مو دا دې چې د صوبې د پرمختګ لپاره عملي کار او په دې لړ کښې قانون سازي اوکړې شي ۔
ګورنر وئيلي دي چې هېلي کاپټر د وزيراعظم او وزيرانو لپاره وي او دا مهال د سرکاري کارونو لپاره استعمالېږي، هغه زياته کړې چې په تېر وخت کښې د هېلي کاپټر استعمال څنګه شوې، دا ټولو ليدلي دي ۔
د تجاوزاتو په اړه فېصل کريم کنډي وئيلي چې هغه د عدالتونو ډېر احترام کوي، خو پوښتنه ئې کړې کۀ د عدالتونو بهر تجاوزات جوړ کړے شي، نو آيا ججان به ئې اجازت ورکړي؟ هغه تور لګولې چې په تېر وخت کښې حکومت او ادارو په رشوت نقشې منظورې کړې دي ۔
ګورنر له اولس غوښتنه کړې چې خپل تجاوزات دې پخپله ختم کړي، د تجاوزاتو آپرېشن پر مهال د زياتي د شکايتونو د ازالې لپاره فورم جوړوي او د غير قانوني پارکينګ ختمولو لپاره به هم اقدامات کولي شي ۔

