هانګ کانګ سپر سيکز ټورنامنټ کښې پاکستان روايتي حريف بهارت له په څلور وکټو شکست ورکړې،مونګ کوک ښار کښې شوې ميچ دوران بهارت اول بيټنګ کړې وو او شپږ اورونو کښې ئې اته اتيا رنز جوړ کړي وو،پاکستان مطلوب هدف په څلورم اوور کښې دوه لوبغاړو په نقصان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې،د قامي ټيم کپتان عباس آفريدي په اتۀ بالونو پنځه ديرش رنز جوړ کړي وو او مين آف دي ميچ ګرځولې شوېدے ۔
د هانګ کانګ په مشن روډ کرکټ ګراونډ کښې د پاکستان کپتان عباس آفریدي ټاس ګټلو وروستو بپهارت ته وړومبي بېټنګ بلنه ورکړې وه ۔
بهارتي ټيم مقرره شپږ اوورز کښې د شپږ وکټو په زیان اتۀ اتيا رنز جوړ کړي وو، چې پکښې ټولو نه زيات ششانک سنګھ په يوولس بالونو څلويښت رنز جوړ کړي وو ۔
د پاکستان لخوا عبدالصمد دوه وکټې ترلاسه کړې وې،احمد دانیال او محمد شهزاد يو، يو لوبغاړی آؤټ کړې وو ۔
د نهه اتيا رنز هدف په تعاقب کښې پاکستان په درې اعشاريه پنځه اوورونو کښې هدف ترلاسه کړې او ميچ کېښ ئې کاميابي ترلاسه کړې ده ۔
اوپنر خواجه نافع په دولس بالونو د دوه چوکو او پنځو چهکو سره يو څلويښت رنز جوړ کړي، کپتان عباس آفریدي پنځه ديرش رنز جوړ کړي وو، عبدالصمد په اووه او عرفان خان په شپږ رنزونو ناټ آوټ پاتې شوي وو ۔

