خېبر پښتونخوا حکومت د پخواني وزيراعلې سهيل آفريدي د لس مياشتو دور کښې مبينه کرپشن پلټنې شروع کړي، محکمه مواصلات و تعميرات، آبپاشي، پبلک هيلتھ انجينئرنګ او نورو محکمو نه د ترقياتي چارو ريکارډ راغوښتې شوې، تحقيقات مکمل کيدو روستو به ذمه وارانو خلاف کاروائي کولو نه پس مقدمات درج کولې شي ۔
خېبر پښتونخوا حکومت د ګورنر راج نفاذ وروستو د پخواني سهيل آفريدي خلاف د مبينه بدعنوانو په لوئې پيمانه تحقيقات شروع کړې شويدي، په دې لړ ئې مختلفو محکمو نه د ترقياتي منصوبو ريکارډ غوښتې دې ۔
بلخوا ترجمان ثمر هارون بلور وائي چې سهيل آفريدي په دور حکومت کښې د مائننګ، ترقياتي فنډز اجرا، سړکونو تعمير او نورو لوئې منصوبو کښې مبينه بې ضابطګو تحقيقات شروع کړې شويدي ۔
صوبائي حکومت مطابق د سهيل آفريدي په دور حکومت کښي شروع کړې شوې يو شمير لوئې ترقياتي منصوبې د تحقيقات په دائرے کښې شامل دي ۔
ابتدائي مرحله کښې متعلقه محکمو ته د محکمه انکوائريانې شروع کولو هدايت ورکړې شويدي،د تحقيقاتو نتائج راتلو وروستو به متعلقه معاملات د نيب او اينټي کرپشن محکمي ته ليږلې شي،چې ککړ کسانو خلاف نوره کاروائي اوکړې شي ۔

