د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې پېښور ښار د کلونو يو تاريخ، تهذيب او د ثقافت ژوندې ورثه ده، او دا دې د سيلګرو د پام راګرځولو مرکز جوړ کړے شي، ګورنر د دليپ کمار او راج کپور د آبائی کورونو د بحالۍ کار زر تر زره شروع کولو هدايت هم کړيدې ۔
پېښور کښې د ګورنر فيصل کريم کنډي په صدارت کښې د پيښور تاريخي ورثې او سياحتي ځايونو د ترقۍ او بحالۍ په اړه غونډه شوې ده ۔
غونډه کښې ګورنر فيصل کريم کنډي ته د پېښور د تاريخي او کلتوري اهميت، د تاريخي ځائيونو د تحفظ او بحالۍ، نائټ ټورازم، هيريټېج ټورازم او روانو او تجويز شوي منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړې شويدې ۔
په دې موقع ګورنر هدايت کړې چې د پېښور تاريخي ځائيونو ليدو لپاره دې ځانګړې سياحتي بسونه اوچلولې شي، د موټروے ټال پلازې سره نيزدې دې د ښار د تاريخي ورثې په اړه لوئې معلوماتي بورډونه اولګولې شي او په ګور ګهټړي کښې موجود پخوانې ايمبولينس او د فائر بريګېډ ګاډي دې په داسې ځائې کښې موجودګي يقيني کړې شي ۔
فېصل کريم کنډي اووئيل چې د پېښور ثقافت، فنون او ادبي رواياتو ژوندي ساتلو لپاره کلتوري هلې ځلې ضروري دي ۔
ګورنر په دې موقع د دليپ کمار او راج کپور د آبائي کورونو د بحالۍ کار زر تر زره شروع کولو هدايت هم کړې او د ښار د تاريخي ورثې تحفظ لپاره ئې د عملي اقداماتو پيل کول يو ښۀ ګام ګرځولې دې ۔

