پاکستان کښې د درې ملکي ون ډے سيريز خوندور او سنسني خيز ميچونه جاري دي، د ايونټ پنځم ميچ کښې سري لنکا په اتۀ وکټو پاکستان ټيم ته شکست ورکړې، دپاکستان يو سل، يوولس رنز هدف ميلمه ټيم دوه وکټو په زيان نورلسم اوور کښې پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې، سري لنکا طرف نه دلشان شاندار پنځه وکټې اخستو سره د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
د لاهور په قذافي سټېډيم کښې لوبېدلې د درې ملکي سيريز پنځم ميچ کښې سري لنکا ټاس ګټلو نه پس پخپله اول د فيلډنګ فيصله کړې وه ۔
د پاکستان بيټنګ لائن په پنځۀ ويشت اعشاريه درې اوورز کښې په يوسل لس رنز آؤټ شوې، چې پکښې ټولو نه زيات بابر اعظم نهه ويشت ، حسن نواز اوولس او کپتان شاهين شاه آفريدي پنځلس رنز جوړ کړي، فخر زمان، معاذ صداقت او سعد بېګ په ترتيب سره پنځه، اتۀ او پنځه رنز جوړ کړي وو ۔
د سري لنکا له اړخه دلشان مدھوشنکا غوره بولنګ کړې او د څلور ديرش رنزونو په بدل کښې ئې پنځه وکټې ترلاسه کړي، او د ميچ بهترين لوبغاړي اعزاز ئې ګټلې دې ۔
سهان آراچيگے دوه، په داسې حال کښې چې اسيت فرنينډو، ايشان ملينګا او دونيت ويلالاجے يوه يوه وکټه ترلاسه کړې وه، ميچ ګټلو سره لنکن ټيم د سيريز فائنل ته هم کوليفائي کړې چې ورسره د انګلينډ ټيم د فائنل زغل نه بهر شويدې ۔
د يوسل يوولس رنزونو هدف په جواب کښې سري لنکا په اتلس اعشاريه يو اوورز کښې د دوؤ وکټو په زيان هدف ترلاسه کړې، کامندو مينډس ناقابل شکست دوه شپيته رنز جوړ کړي ۔
د ايونټ فائنل به د خالي په ورځ د پاکستان او سري لنکا ترمينځ لوبيږي ، جاري سيريز کښې پاکستان په اول ځل ميچ بيللې، قامي ټيم دې نه وړاندې سري لنکا ته شکست ورکړې وو او انګلينډ نه ئې دواړثچه ميچز ګټلي وو ۔

