درې ملکي ون ډے سيريز يو بل اهم ميچ کښې پاکستان په يو وکټ انګلينډ ته شکست ورکړې،د شاداب خان جارحانه او شاندار بيټنګ لوجې قامي ټيم بيللې ميچ ګټلې او انګلينډ ته ئې ماتې ورکړې، د انګلينډ د دوه سوه، دوه څلويښت رنز هدف قامي ټيم نهه وکټو په زيان اتۀ څلويښتم اوور کښې پورا کړې او د سيريز فائنل ته ئې هم کواليفائي کړيده ،يوسل ديارلس رنز جوړلو باندې شاداب خان د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
لاهور کښې لوبيدلې د درې ملکي يو ورځنۍ کرکټ سيريز په څلورم ميچ کښې پاکستان د ټاس ګټلو نه پس د انګلينډ خلاف د فيلډنګ فيصله کړې وه ۔
د انګلينډ ټول ټيم په اووۀ څلوېښتم اوور کښې په دوه سوه يو څلويښت رنزونو آوټ شوې وو، چې پکښې بين ډکېټ يو سل پنځه رنز جوړ کړي وو،سيم کرن دوه څلويښت او ګس اېټکنسن شپږ ديرش رنز باندې آؤټ شوي وو ۔
پاکستان طرف نه کپتان شاهين شاه آفريدي څلور وکټې اخستې وې او په يو ورځني کرکټ کښې ئې د يوسل پنځوس وکټو پوره کولو اعزاز هم ترلاسه کړې دې ۔

د دوه سوه دوه څلويښت رنز هدف په تعاقب کښې د پاکستان ابتدا ښۀ نۀ وه ، فخر زمان، صائم ايوب او بابر اعظم ډير زر آؤټ شوي وو،، سعد بېګ دوه ديرش او سلمان آغا شپږويشت رنز جوړ کړي وو، چې ورسره پاکستان د هدف ترلاسه کولو لپاره د ستونزو سره مخ وو ۔
په اتم نمبر بيټنګ ته راغلې شاداب خان ذمه وارانه بيټنګ کړې او ميچ ګټلو کښې ئې اهم کردار ادا کړيدې، هغه د خپل يو ورځنې کيرئير وړومبې سنچري جوړه کړې او په يو سل، ديارلس رنز ناټ آؤټ پاتې شويدې ۔

شاداب خان په شپږ نوي بالونو پنځه چهکو او ديارلس چوکو سره يوسل ديارلس رنز جوړ کړي وو او د ميچ بهترين لوبغاړي ګرځولې شوېدې ۔
شاداب خان سره په وکټ باندې حارث رؤف هم ورسره ملګرتيا کړې وه او دواړو د آخري وکټې په شراکت کښې نهه اتيا رنز جوړ کړي وو، چې پکښې حارث رؤف قيمتي اووۀ رنز جوړولو سره وکټ هم ټينګه کړې وه ۔
پاکستان په اتۀ څلوېښتم اوور کښې د نهه وکټو په زيان هدف پوره کړې او انګلينډ ته ئې په يو وکټ ماتې ورکړې، چې ورسره پاکستان د سيريز فائنل ته هم کواليفائي کړې ده ۔

